د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

ځینې بنسټونه: د افغانستان رسنۍ له سختو ستونزو سره مخامخ دي


ارشیف: کابل کې یو شمېر خبریالان
ارشیف: کابل کې یو شمېر خبریالان

که څه هم د طالبانو چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې دولتي او خصوصي رسنیو خپل فعالیت په ازادانه ډول روان ساتلی، خو د رسنیو ځینې بنسټونه وايي، په افغانستان کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته ټولو دولتي او خصوصي رسنیو ازادانه فعالیت ته دوام ورکړی دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي

نوموړي دغه څرګندونې پرون یوې غونډې ته داسې وخت کړي، چې په افغانستان کې د رسنیو ملاتړي بنسټونه او خبریالان وايي د دوی پر فعالیت ورځ تر بلې محدودیتونه زیاتېږي.

کابل کې، د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د رهبري غړی ګل محمد ګران وايي: "افغان خبریالان او رسنۍ له محدودیت، فشار، سانسور، تاوتریخوالي او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له ستونزې سره لاس و ګرېوان دي. له بده مرغه اوسني چارواکي له رسنیو او خبریالانو سره هغسې چې لازمه ده، همکاري نه کوي. د معلوماتو په شریکولو، د خوندي چاپېریال په برابرولو او د ازاد کار لپاره له هغوی سره مرسته نه کوي، یا یې نه شي کولی."

ګران وايي، که وضعیت دغسې دوام کوي، په راتلونکي کې به رسنیو د فعالیت په برخه کې پرتې ستونزې لا پراخې او پاتې رسنۍ هم وتړل شي.

د افغانستان د رسنیو د سرغړونو د څېړونکي کمېسیون پخوانی مرستیال ضیا بومیا بیا وايي، طالبان یوازې د ځان په ګټه تبلیغاتو ته اجازه ورکوي، خو انتقاد نه مني.

ضیا بومیا
ضیا بومیا

هغه زیاته کړه: "د طالبانو دا مسئله چې د بیان ازادۍ ته ژمن دي، له یوه اړخه سمه ده. دا ځکه چې دوی یوازې خپلې وینا او د خپل دریځ وینا ته یا هم د خپل دریځ د ملاتړ د وینا ازادۍ ته ژمن دي. خو برخلاف پر دوی د انتقاد، د دوی پر دریځ یا هم اقتدار د انتقاد غږ ورته د زغملو نه دی. په هر ډول چې وي دا غږ غلی کوي او له منځه یې وړي."

په افغانستان کې د رسنیو کارکوونکي وايي، نن سبا له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د طلوع نیوز خبریال عمران دانش وايي: "کاري محدودیتونه زیات دي. د بیان ازادي چې څومره باید وي نه شته. امنیتي پېښو ته د پوښښ ورکولو اجازه نه ورکول کېږي. که د پېښې ساحې ته ورځې د وهل ټکولو خطر دې هم شته."

د سلام وطندار راډیو سید عمر سهار وویل: "لا هم په افغانستان کې له خبریالانو سره د اسلامي امارت د ځواکونو، چارواکو او ویندویانو برخورد او وضعیت نورمال حالت ته نه دی ګرځېدلی. لا هم خبریالان تهدیدېږي او خبریالانو ته د معلوماتو په ورکولو کې ستونزه شته. لا هم خبریالان له دفتره دباندې په ساحه کې په اسانۍ کار نه شي کولی."

د بې پولې خبریالانو د ټولنې او د افغانستان د ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې د یوې ګډې سروې پر اساس، د ۲۰۲۱مکال د اګست له پنځلسمې د ۲۰۲۲م کال تر فبروري میاشتې په افغانستان کې ۲۳۱ رسنۍ بندې شوي او څه باندې ۶ زره ۴۰۰ خبریالانو دندې له لاسه ورکړې دي.

تر ټولو ډېر زیان ښځینه ژورنالېستانو کړی دی.

په هرو ۵ ښځینه خبریالانو کې ۴ په رسنیو کې نور کار نه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG