د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

سي پي جي: طالبان دې ژر امریکايي خبریال او د هغه افغان همکار خوشې کړي


نیول شوي کسان دواړه هغه سیمه کې نیول شوي چېرې چې د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. انځور کې د طالبانو غړي د شېرپور هغه سیمه کې ولاړ دي چېرته چې ایمن الظواهري وژل شوی.
نیول شوي کسان دواړه هغه سیمه کې نیول شوي چېرې چې د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. انځور کې د طالبانو غړي د شېرپور هغه سیمه کې ولاړ دي چېرته چې ایمن الظواهري وژل شوی.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې یا سي پي جي له طالبانو غوښتي چې هر څه ژر ازاد امریکايي خبریال او فلم جوړونکی او له هغه سره نیول شوی افغان فیض‌الله فیض له بنده ازاد کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د جمعې په یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، طالبانو ازاد خبریال او فلم جوړونکی ایورشیرر او ورسره یو بل افغان پروډیوسر فیض‌الله فیض د اګسټ په ۱۷مه، د کابل په شېرپور سیمه کې، هغه مهال ونیول چې دواړو ویډیو اخیسته.

دوی دواړه هغه سیمه کې نیول شوي چېرې چې د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

انځور کې د کابل شېرپور کې هغه کور لیدل کېږي په کوم کې چې د القاعده مشر الظواهري وژل شوی.
انځور کې د کابل شېرپور کې هغه کور لیدل کېږي په کوم کې چې د القاعده مشر الظواهري وژل شوی.

دې بنسټ، له طالبانو غوښتي چې هر څه ژر دا خبریال او د هغه افغان همکار له بنده خوشې کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په اعلامیه کې راغلي، ایورشیرر د افغانستان د تېرو ۴۰ کلونو په اړه د یوه مستند فلم د جوړولو لپاره تېره فبروري میاشت کابل ته تللی دی.

د سي پي جي اعلامیه زیاتوي: "د طالبانو له‌خوا د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیول او پر دوی فشار راوستل، له دې ډلې د امریکايي فلم جوړونکي ایورشیرر او د هغه د افغان همکار فیض‌الله فیض نیول، په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادۍ ته د دې ډلې نه‌ ژمنتیا ښيي."

دا بنسټ د یوې باخبره سرچینې له قوله لیکي، دا مریکايي خبریال او فلم جوړونکی له نیولو وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د پوښتنو ګروېږنو لپاره احضار شوی هم دی.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې وايي، ایورشیرر تر سپټمبر میاشتې په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره ویزه او تر خوا یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او د کار او ټولنیزو چارو وزارت له‌خوا د کار جواز هم درلود.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د دوو باخبره خبریالانو له قوله د دې قضیې په اړه په خپله اعلامیه کې زیاته کړې، د ایورشیرر او فیض‌الله فیض لومړني اسناد د طالبانو له‌خوا څېړل شوي او دې دواړو ته یې د "جاسوس" خطاب کړی.

د دې راپور پر بنسټ، د دې دواړو د نیولو لپاره نږدې ۵۰ تنه وسله‌وال طالبان راغلي وو، پر دوی یې سترګي تړلي او بیا یې نا معلوم ځای ته وړې دي.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ځینې بنسټونه هم وايي، تر اوسه د ایورشیرر او فیض‌الله فیض د نیولو په اړه معلومات نه‌‌لري.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ مسوول محمد ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل: " که غواړي چې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو کار له‌منځه ولاړ نه‌شي او شکایتونه په قانوني ډول وڅېړل شي، باید شکایاتو ته د رسېدو کمېسیون جوړ کړي. له دې پرته د خبریالانو هر ډول نیونه، څارنه، سپکاوی او وهل ټکول، د دوی د ژمنو او د افغانستان د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف شمېرل کېږي."

خو کریمي مشخصاً د ایورشیرر او فیض‌الله فیض د نیولو په اړه څه ونه ویل.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په خپل راپور کې د دوو باخبره سرچینو له قوله دا هم لیکلي چې د جولای میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د استخباراتو څو تنو هغه مېلسمتون چې ایورشیرر په کې مېشت وپلټه او له هغه یې د کار او د اوسېدو په اړه پوښتنې هم وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا ځلي واک ته له رسېدو وروسته، ډېر شمېر خبریالان نیولي، شکنجه کړي او تر خوا یې مدني فعالان هم ګواښلي او یا یې هم زنداني کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG