د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

امریکا کې افغان خبریالانو د آمو په نوم یو نوی تلوېزیون تاسیس کړ


ارشیف: د افغانستان رسنۍ
ارشیف: د افغانستان رسنۍ

امریکا کې ځینو تازه کډوالو افغان خبریالانو د آمو په نوم د یوه نوي تلوېزیون د پیل خبر ورکړی دی.

تېر۲۰۲۱کال اګست نیمایي کې واک ته د طالبانو په رسېدو ګڼې افغان خصوصي رسنۍ وتړل شوې او خبریالان یې د لسګونه زره نورو افغانانو په څېر امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته کډوال شول.

تازه امریکا ته د کډه شویو افغان خبریالانو له ډلې لطف الله نجفي زاده او سمیع مهدي د آمو په نوم د یوه تلوېزیون د پيل خبر ورکړی دی.

نجفي زاده ازادي راډیو سره خبرو کې د آمو تلوېزیون د پيل په اړه وویل: "دا درک کولای شو چې په افغانستان کې تېر یو کال د مطبوعاتو د ازادي له پلوه وضعیت ډېر ښه نه و. خو موږ به هڅه کوو چې په بې پرې، او خپلواکه توګه له سیاسي او مالي نفوذ پرته د افغانستان پېښو او تحولاتو ته د ژورنالیزم د نړیوالو اصولو سره سم پوښښ ورکړو."

لطف الله نجفي زاده
لطف الله نجفي زاده

نجفي زاده وایي، دمګړۍ یې دوه غیرسیاسي امریکایي بنسټونه مالي ملاتړ کوي خو دا ملاتړ یې د لنډ وخت لپاره دی.

د هغه په خبره دا تلوېزیون به په پښتو، دري او انګریزي ژبو باندې انلاین خپرونې کوي.

اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د آمو تلوېزیون د پیل هرکلی کړی دی.

یوناما په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د افغان رسنیو لپاره په یوه خورا سخت حالت کې د دغه تلوېزیون پیل مهم اقدام دی.

یوناما په یوه راپور کې چې د جولای په شلمه یې خپور کړی وو ویلي وو، چې د طالبانو په نږدې یو کلنه واکمني کې د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۱۷۰ پېښې ثبت شوي چې پکې نیول، وهل ټکول او ځورول شامل دي.

د طالبانو حکومت په ګڼو مواردو کې د افغان خبریالانو د وهلو او ځورولو قضیې رد کړي.

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د ټولنې د معلوماتو له مخې په تېر یو کال کې له شاوخوا پنځه نیم سوو چاپي، تصویري او غږیزو رسنیو نه نیمایي تړل شوي او د دولسو زرو رسنیزو کارمندانو له ډلې نیمايي بېکاره او په بد اقتصادي وضعیت کې دي.

XS
SM
MD
LG