د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

د طالبانو د مشر وروستي فرمان د خبريالانو او نړيوالو بنسټونو اندېښنې راپارولي


په دې فرمان کې راغلي دي چې حکومتي مسولینو ته توهین کوونکي باید مجازات شي.
په دې فرمان کې راغلي دي چې حکومتي مسولینو ته توهین کوونکي باید مجازات شي.

یو شمېر افغان خبریالان او د بشر حقونو د څار سازمان د طالبانو د مشر ملا هبت الله وروستی فرمان اندېښمن کړي دي.

د بشر حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوله هیدربار وايي طالبان هڅه کوي چې له له افغانانو نه د افغانستان په اړه د حقایقو د ویلو فرصتونه واخلي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله په تازه فرمان کې په حکومتي مسولینو بې ځایه او له حقیقته که لیرې انتقاد کول د شرعیت خلاف عمل بلل شوی دی.

په دې فرمان کې راغلي دي چې حکومتي مسولینو ته توهین کوونکي باید مجازات شي.

دغه فرمان چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر خپور کړ په‌کې دا نه‌دي راغلي چې "له واقعیته لېرې نقد" کول څه ډول وي.

دغه شان دا هم په کې واضح شوي نه‌دي چې څوک د طالبانو پر مشرانو انتقاد کوي له کوم ډول سزا سره به مخ شي.

له دې وړاندې هم د طالبانو حکومت د هغه څه له امله چې دوی يې د خپل حکومت د قوانینو خلاف بولي یو شمېر خبریالان، د بشر حقونو او مدني فعالان زنداني او شکنجه کړي دي او لا هم یو شمېر د دوی په زندانونو کې دي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله په تازه فرمان کې په حکومتي مسولینو بې ځایه او له حقیقته که لیرې انتقاد کول د شرعیت خلاف عمل بلل شوی دی.
د طالبانو د مشر ملا هبت الله په تازه فرمان کې په حکومتي مسولینو بې ځایه او له حقیقته که لیرې انتقاد کول د شرعیت خلاف عمل بلل شوی دی.

ځينې افغان خبریالان د طالبانو د مشر ملا هبت الله وروستی فرمان د خلکو د غږ د چپ کولو او د بیان د ازادۍ خلاف عمل بولي.

یوه افغانه خبریاله چې د موضوع د حساسیت له امله يې نه غوښتل په دې راپور کې يې نوم خپور شي وویل چې نقد د اصلاح لپاره کېږي خو د طالبانو د مشر تازه فرمان له خلکو د خبرو د کولو صلاحیت اخلي.

نوموړې وويل: "د طالبانو د مشر له لوري دغه ډول فرمانونه د هرې ورځې په تېرېدو په افغانستان کې د بیان ازادي محدودوي، د هرې ورځې په تېرېدو له افغانانو د بیان حق اخیستل کېږي، او خلک د بیان حق له لاسه ورکوي".

په همدې حال کې د بشر حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوله هیدر بار په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې طالبانو له دې وړاندې افغان خبریالان محدود کړي او تازه يې د بهرنیو خبریالانو په وړاندې هم محدودیتونه زیات کړي دي.

د بشر حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوله هیدر بار
د بشر حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوله هیدر بار

هغې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "د ځینو راپورونو د جوړېدو له امله د فارن پالیسې د خبریالې اودانل نیول، دې ته اړ کول چې باید د بښنې ټویټ وکړي او په یوه ویډیو کې پښېمانۍ ته اړ کول د خبریالانو په وړاندې پټه کینه راښکاره کوي، دا معلومه ده چې طالبان د بهرنیو خبریالانو په وړاندې حوصله نه‌لري، اوس د ټولو لپاره ډېره سخته ده چې د افغانستان په اړه رښتیني خبرونه جوړ کړي ځکه طالبان دې ته نه‌دي تیار چې ازادۍ رسنۍ د افغانستان په اړه حقایق خپاره کړي."

هڅه مو وکړه د دغه غبرګونونو په اړه د طالبانو د حکومت د ویاندویانو نظر هم واخلو خو د دې راپور تر خپرېدو يې زموږ پوښتنې نه‌دي ځواب کړي.

نږدې یولس میاشتې وړاندې له کله چې طالبان د دوهم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شوي حکومت يې د بشر د حقونو د بېلابېلو نړیوالو سازمانو له لوري د بیان د ازادۍ پر محدودیت، د بشر حقونو پر نقض، د خبریالانو او نورو ټولنیزو فعالانو پر شکنجه او د ښځو د حقونو پر نقض تورن کړي دي.

د طالبانو له دوهم ځل حاکمیت وروسته زیات شمېر افغان رسنۍ تړل شوي او زیات شمېر خبریالان یا له افغانستان وتلي او یا هم بې دندو شوي دي.

XS
SM
MD
LG