د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

د ښځينه خبريالانو لپاره د طالبانو پر تازه فرمان د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


پر افغانستان د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې
پر افغانستان د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

هفنګټن پوست (Huffington Post):

د امریکا انټرنټي خپرونې هفنګټن پوسټ د طالبانو پر تازه فرمان لیکنه خپره کړې، چې له مخې یې د ټلویزیونونو پر ښځینه ویندویانو نور محدودیتونه لګول شوي دي.

د مطلب په دوام لولو، طالبانو په تازه مورد کې ښځو ته امر کړی، چې له کوره بهر برقع یا هم بشپړ حجاب واغوندي او له سترګو پرته یې نور بدن پټ وي.

خپرونې دغه راز له کار او تحصیل څخه د ښځو او نجونو د بې برخې کېدو موضوع ته هم اشاره کړې ده.

د طالبانو حکومت د افغانستان تصویري رسنیو ته د پنج شنبې په ورځ امر وکړ، چې ټولې ښځینه ویندویانې دې د خپرونو وړاندې کولو پر مهال مخونه پټ کړي.

ځینو رسنیو تایید کړې، چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دوی ته په دې اړه یو مکتوب هم لېږلی.

د طالبانو د دې تازه پرېکړې په عکس العمل کې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې مشرې هیدر بار په خپل ټویټر کې لیکلي: "له عامه ژونده د ښځو د لیرې کولو لپاره د طالبانو کمپاین په چټکۍ مخته روان دی."

ښځینه ویندویانو ته د طالبانو تر امر وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د انتقادونو او عکس العملونو په ځواب کې خبریالانو ته وویل، د حجاب رعایت یو دیني امر دی، چې د هغه په وینا د ښځو له عفت او عزت سره مرسته کوي.

خو انتقادکوونکي وايي، په افغانستان کې ښځو له وړاندې هم حجاب رعایت کاوه او دیني ارزښتونو ته ژمن وې.

د لیکوال په باور، وروسته له هغې چې طالبانو په تېره اګست میاشت کې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه، دوی داسې ښوول چې منځلاري دي او تر پخوا بدل شوي، خو د خپرونې په لیکنه طالبانو په وروستیو اوونیو کې داسې سخت اقدامات کړي، چې بېره کېږي د بشري حقونو پر فعالانو، ښځو او نجونو محدودیتونه لا پسې شي.

لانګ وار ژورنال (Long War Journal):

لانګ وار ژورنال په دې اړه لیکنه خپره کړې، چې د امریکا د متحدو ایالتونو پوځ په افغانستان کې د القاعده شبکې ځواک ته په کمه سترګه ګوري، خو د داعش ډلې د خراسان څانګې تهدید تر هغه ډېر جدي ګڼي.

وړاندې لولو، د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دارې یا سیګار په تازه راپور کې په افغانستان کې د القاعده د جنګیالیو شمېر کم ښوول شوی دی.

د لیکوال په نظر، په دغه راپور کې په افغانستان کې په یو ډول د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې فعالیت اصلي خطر بلل شوی دی.

د لانګ وار ژورنال د مطلب په حواله، د تېر کال په اګست میاشت کې د طالبانو لاس ته د کابل تر ورتلو وروسته، د القاعده شبکې او د هغه مطبوعاتي برخې فعالیت په افغانستان کې زیات شوی او د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د دغو فعالیتونو د مخنیوي لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

د داعش ډلې خراسان څانګې په وروستیو کې په افغانستان کې د ځینو خونړیو حملو مسوولیت منلی، خو طالبانو ویلي په افغانستان کې داعش ډله تر ډېره ځپل شوې ده.

XS
SM
MD
LG