د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

ريچارډ بنيټ: طالبانو افغانستان کې پر 'څېړنيزه خبريالۍ' بنديز لګولی


يو افغان خبريال - ارشيف
يو افغان خبريال - ارشيف

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي، طالبانو په افغانستان معلوماتو ته د لاس‌رسي مخه نیولې.

ریچارډ بنیټ پرون د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ته خپله انلاین وینا کې ویلي، طالبانو ان د ساده خبري پوښښ لپاره اطلاعاتو ته لاس‌رسی محدود کړی دی.

ریچارډ بنیټ چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د بشري وضعیت د څارنې لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ټاکلی، پرون یې د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې ته انلاین وینا کې ویلي، طالبانو څېړنیزه خبریالي بنده کړې او ان د ساده خبري پوښښ لپاره یې اطلاعاتو ته لاس‌رسی محدود کړی دی.

نوموړي ويلي: "زما احساس دا دی، نه یوازې دا چې انتقادي مطالب سانسورېږي، بلکې له دې ور هاخوا حتا په غیر انتقادي پېښو او سیمو محدودیت وضع کېږي، لکه په ښوونځیو کې د چاودنو یا هم ورته نورو پېښو. که څه هم امکان لري چې دا پوښښ انتقادي نه‌وي. هغه مهال چې زه هلته"افغانستان" کې وم، له خبریالانو سره مې خبرې وکړې، څېړنیزه خبریالي په هیڅ وجه مجاز نه‌ده."

ښاغلي بنیټ زیاته کړې، اطلاعاتو ته لاس‌رسی کم شوی چې د خلکو په امنیت، بیان ازادۍ او د بشري حقونو په وضعیت یې نېغ په نېغه اغېز کړی.

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ
د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ

په ورته وخت کې یو شمېر افغان خبریالان هم په افغانستان کې د تېر په پرتله د رسنیو او خبریالانو د بد وضعیت کیسې کوي.

دوی وايي، د تېر په پرتله اطلاعاتو ته لاس‌رسی کم شوی دی.

خبریال ضمیر صافي ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې په خبریالانو د فشار کړۍ ورځ تر بلې تنګېږي. د پخوا په پرتله معلوماتو ته لاس‌رسی کم شوی دی او د امنیتي پېښو پر مهال خبریالانو ته د خبري پوښښ لپاره په ساعتونو ساعتونو اجازه نه ورکول کېږي، که دا حالت دوام ومومي، د خبریالانو او رسنیو ازادي تر پوښتنې لاندې راځي."

د طلوع نیوز خبریال عمران دانش بیا وايي، نه یوازې دا چې معلوماتو ته ‌لاس‌رسی د تېر په پرتله کم شوی، بلکې خبریالانو سره تاوتریخوالی هم کېږي.

ښاغلی دانش وايي: "یوازې هغه اطلاعات او جزییات رسنیو ته ورکول کېږي چې هغه حکومت وغواړي. مثلا یو خبریال غواړي د یوې موضوع په اړه څېړنه وکړي، یا پټ مسایل را برسېره کړي، حکومتي مسوولین، چارواکي او ویاندویان په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي او نه غواړي چې په هغې اړه تاسره اطلاعات، جزییات او یا هم معلومات شریک کړي."

دې ستونزو ته په کتو د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ له نړیوالې ټولنې غواړي چې له خپلو سیاسي او اقتصادي فشارونو د طالبانو پر وړاندې ګټه واخلي او دوی اړ کړي چې خبریالانو ته څه ډول ځواب ویونکي و اوسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG