د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د جنوبي اسيا د رسنيو د پيوستون شبکې له نړيوالو د افغان ژورنالېستانو د ملاتړ غوښتنه کړې


د افغانستان د يو خصوصي ټلوېزيون تخنيک خونه
د افغانستان د يو خصوصي ټلوېزيون تخنيک خونه

د جنوبي اسیا د رسنیو د پیوستون شبکې (SAMSN) پرون (دوشنبه) د طالبانو د واک ته رسېدو له لومړۍ کالیزې سره په یو وخت پر حکومتونو او نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغان ژورنالېستانو او رسنیو ملاتړ زیات کړي ځکه چې په افغانستان کې پر هغوی حملې، ځورول، سانسور او سخت محدودیتونه دوام لري.

د ژورنالېستانو دې سیمه‌ییزې ټولنې له طالبانو په کلکه غوښتي چې د مطبوعاتو ازادي رعایت او په افغانستان کې د ټولو ژورنالېستانو خوندیتوب او امنیت ډاډمن کړي.

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون، چې د جنوبي اسیا د رسنیو د پیوستون شبکې اعلامیه یې خپره کړې، ویلي: "له کله چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه طالبانو کابل نیولی، د افغانستان رسنۍ په خپل تاریخ کې تر ټولو له تیاره کال سره مخامخ شوي، د رسنیو د حقونو سرغړونې په ډراماتیک ډول ډېرې شوي، په رسنیو بندیزونه لګول شوي د رسنیو عواید کم شوي او په نتیجه کې یې د رسنیو کارکوونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوې دي."

دا ټولنه وايي، طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په اوولسمه په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې د مطبوعاتو د ازادۍ او د ښځو د حقونو د ملاتړ خبره کړې وه خو عملاً په تېر یو کال کې یې بریدونو، ځورونو، ګواښونو، وژنو، قانوني محدودیتونو او د رسنیو بندولو ته زور ورکړی دی.

طالبانو پر رسنيو بېلابېل محدوديتونه لګولي دي.
طالبانو پر رسنيو بېلابېل محدوديتونه لګولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۲ د جون تر ۱۵ پورې د رسنیو د حقونو ۱۷۳ سرغړونې مستندې شوې دي.

د دغو سرغړونو په منځ کې د ۱۲۲ خبریالانو نیونې، د ۵۸ ناوړه چلند او د ۳۳ ګواښونو موارد شامل دي.

د ژورنالېستانو د نړیوال فدراسیون له وروستۍ سروې سره سم، د خبریالانو خلاف سرغړونې شاوخوا ۸۶ سلنه د طالبانو له لوري شوي دي.

سروې ویلي چې اقتصادي بحران هم د افغانستان رسنیو ته نه سخت زیان اړولی دی.

XS
SM
MD
LG