د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

په تلوېزیونونو کې د مخ پټولو پرته ښځینه کارکوونکې راښکاره شوې


په افغانستان کې د یو شمېر خصوصي تلوېزیونونو ښځینه چلوونکې نن بې له دې چې مخونه یې پټ وي، د تلوېزیون په پرده راښکاره شوې.

په افغانستان کې د خصوصي تلوېزیونونو ښځینه چلوونکې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت د امر پر خلاف، نن بې له دې چې مخونه یې پټ وي، د تلوېزیونونو په پرده راښکاره شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د خصوصي تلوېزیونونو ښځینه ویاندویانو او د خپرونو چلوونکو د طالبانو د امرباالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت په امر خپلې څېرې په ماسک پټې او د تلوېزیونونو پر پرده را ښکاره شوې.

له دوی یو شمېرو یې چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نومونه یې خپاره شي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو د استخباراتو ریاست ورته ویلي، چې کولای شي له ماسک پرته خپلې خپرونې مخته یوسي. خو د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست یا کومې بلې ادارې دا خبره نه ده تایید کړې.

بل خوا نن هم د طالبانو د امرباالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر ازادي راډیو ته وویل، د دې وزارت په امر کې هېڅ بدلون نه‌دی راغلی.

د ده په خبره، دوی د رسنیو مسوولانو سره ایې ړیکه نیولې او ورته یې ویلي چې د دې وزارت امر باید ومنل شي.

هغه زیاته کړه: " دا فرمان په خپل ځای دی. هماغه پخوانی فرمان دی. داسې کومه خبره رسنیو ته چا نه‌ده کړې. موږ رسنیو سره اړیکه ونیوله او دا خبره مو ورته وکړه."

د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

وروسته له هغې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، پر ښځو یې ډول ډول محدودیتونه وضع کړي.

له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي تړلي، حجاب یې اجباری کړی او تازه یې امر کړی چې د تلوېزیونونو ښځینه کارکوونکې دې بې له ماسک اغوستو د تلوېزیونونو په پرده نه را ښکاره کېږي.

د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو دا ډول سخت دریځه کړنې په کور دننه او بهر له سختو او تُندو غبرګونونو او نیوکو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG