د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

بې دندو شوي افغان خبریالان په کور دننه او بهر له کړاونو ډک ژوند تېروي


ارشیف: په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم
ارشیف: په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم

یو شمېر افغان خبریالان چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته بې دندې شوي، وايي درنو کارونو ته یې مخه کړې ده.

په ایران کې د افغان خبریال سیف الرحمن غریبیار کار ځای چې د ده په ګډون نور کارګر هم په کې د یوې ودانۍ پر جوړولو بوخت دي.

غریبیار چې کلونه په لوګر کې له سیمه ییزو راډيوګانو سره کار کړی، په وروستیو کې په کابل کې د پنجرې ورځپاڼې خبریال و، خو کله چې د غبرګولي میاشتې په وروستیو کې د طالبانو لخوا د وضع شویو محدودیتونو له امله دا ورځپاڼه وتړل شوه، غریبیار هم بې دندې شو.

نوموړی له څو میاشتنۍ اوزګارتیا وروسته د کار په لټون ایران ته ولاړ او اوس هلته د ده په وینا هغه سخت کارونه کوي چې کول یې ورته ګران دي.

هغه زیاته کړه: "چې مسلک دې ژورنالېزم، لیکوالي یا بل څه وي او ته یو دم کاریګري ته مجبوره شې، ډېره سخته ده. دا خلک چا ته مفتې پیسې نه ورکوي، کار غواړي، سیاست درباندې کوي، تند درسره ځي. دا نن چې زه کوم کار ته راغلی یم، باور وکړه چې له سهار راهیسې یې یوه دقیقه نه یم پرېښی چې کېنم."

دا یوازې غریبیار نه دی چې وروستیو بدلونونو د خپل مسلک پرېښودلو ته اړ ویستی، خبریاله فضیله جویا هم له څو کاله خبریالۍ وروسته مجبوره شوې، چې غالیو اوبدلو ته مخه کړي، دا وايي، ډېر کله یې لاسونه په کار کې زخمي شوي خو مجبوره ده چې په هر حالت کې کار وکړي.

ارشیف: افغان مېرمنې د قالینو یا غالیو اوبدلو پرمهال
ارشیف: افغان مېرمنې د قالینو یا غالیو اوبدلو پرمهال

جویا وویل: "مجبوره وم چې د شپې لخوا په لاسونه ملهم ووهم چې سهار کار وکړم. دا زما د ژوند تر ټولو سختې ورځې دي چې زه یې تېروم، دا ډول وضعېت د یوه خبریال لپاره ډېر دردونکی دی."

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته له ۵۲۶ رسنیو څخه ۴۸ سلنه رسنۍ تړل شوي او ۶۰ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د دې ادارې مشر ظریف کریمي وايي چې د بې دندې توب له امله ډېرو خبریالانو نورو سختو کارونو ته مخه کړې ده.

کریمي زیاتوي: "د جمهورېت له سقوط سره ۶۰ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي چې ۹۳ سلنه ښځینه خبریالانې او ۶۰ سلنه نارینه خبریالان بې دندې شوي دي. ځینې دا خبریالان له وطنه وتلي دي او ځینې چې پاتې دي یا یې نورو کارونو ته مخه کړې او یا هم په کور ناست دي."

که څه هم طالبانو تل ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د رسنیو او د بیان د ازادي ملاتړ دي، خو افغان خبریالان بیا وايي چې د طالبانو حکومت محدودیتونو یې د کار ساحه تنګه کړې او ورځ تر بلې یې ستونزې د ډېرېدو په حال کې دي.

تازه په کندهار کې دوه خبریالان بسم الله وطندوست او شېراحمد نوري او ممثل عطاالله زر د طالبانو لخوا زنداني شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې خبریالانو او ممثل د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG