د طالبانو له واکمنېدو وروسته د غږیزو او تصویري رسنیو ترڅنګ چاپي رسنۍ هم کمې شوي او ډېرې یې تړل شوي دي.
د نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مسؤل ظریف کریمي وايي، د دوی د څېړنو له مخې په تېر یوه کال کې ۳۲ چاپي رسنۍ بندې شوې او اوس یوازې ۴ چاپي رسنۍ فعاليت کوي خو نوموړي د دې څلورو چاپي رسنيو په اړه جزيات ورنهکړل.
ښاغلي کریمي ازادي راډيو ته وویل: "د نی هغه وروستي ارقام چې په ۲۰۲۱ کال کې یې درلودل، ۳۶ چاپي خپرونې چې ورځپاڼې او اوونیزې وې، فعاليت یې کاوه چې له دې شمېر اوس یوازې ۴ چاپي رسنۍ پاتې دي چې هغه هم په ډېر کم تیراژ چاپېږي."
ښاغلی کریمي د چاپي رسنیو د بندېدو عوامل اقتصادي ستونزې او د ځينو چاپي رسنیو لهخوا د خپرونو انلاین بڼې ته اړول بولي.
"د نی هغه وروستي ارقام چې په ۲۰۲۱ کال کې یې درلودل، ۳۶ چاپي خپرونې چې ورځپاڼې او اوونیزې وې، فعاليت یې کاوه"
خو په کابل کې د وروستۍ بندې شوې پنجرې ورځپاڼې مسول احسان الله ستېغ بیا د طالبانو لهخوا رامنځ شوي محدوديتونه د چاپي رسنیو د بندېدو اصلي لامل په ګوته کوي.
هغه وايي، دوی چې د طالبانو په واکمنۍ کې هم خپله ورځپاڼه چاپوله، په دې خاطر نور چاپ نهشوه، چې چاپخونو د طالبانو له اجازې پرته ورځپاڼه نه ورته چاپوله.
ښاغلی ستېغ وايي: "هرې چاپخونې ته به مو چې ورځپاڼه وروړله، هغوی به ویل چې د طالبانو د حکومت له لوري ورته ویل شوي، په خپل سر د چاپ اجازه نهلري. هغه ټول اعتدال او منځلاریتوب چې د پنجرې ورځپاڼې درلود، موږ نهشو کولای، سر تر پایه یې سانسور کړو، په همدې خاطر ورځپاڼه له چاپه پاتې شوه."
د هشت صبح ورځپاڼې مسؤل مدیر محمد محق چې تازه یې د طالبانو لخوا په af ډومېن کې وېبپاڼه هم تړل شوې ده وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دې ورځپاڼې مخکېنی مسول مدیر او همکاران یې له ګڼو ننګونو سره مخ شول چې له امله یې په کابل کې د ورځپاڼې چاپ بند شو.
نوموړی وايي: "له هماغه لومړیو وختونو چې طالبانو کابل ونیو، هشت صبح ورځپاڼه له ستونزو سره مخ شوه. همکاران یې غوښتي وو او ورته ویلي یې و چې تاسې نهشئ کولای څه نشر کړئ، یوازې په هغه صورت کې چې موږ یې وګورو او تأيید یې کړو، بیا یې د خپرولو اجازه لرئ. هشت صبح د یوې خپلواکې ورځپاڼې په توګه د دې خلکو غوښتنې ته تسلیم نهشوه او له ناچارۍ د ورځپاڼې چاپ ودرېد."
ښاغلی محق د خپلواکو رسنیو په محدودېدو او بندېدو اندېښنه ښيي او وايي که پر حکومت د خپلواکو رسنیو او نورو بنسټونو څار نه وي، فساد او دیکتاتورۍ ته لار هوارېږي.
په چاپي رسنیو د طالبانو د محدوديتونو په اړه مو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو له رئیس عبدالحق حماد څخه وپوښتل خو نوموړي په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نهکړې.
لیکوال او خبریال علم ګل سحر چې کلونه یې په چاپي رسنیو کې کار کړی، په افغانستان کې د خپلواکو چاپي رسنيو په بندېدو خواشيني ښېي او دا د بیان د ازادۍ په برخه کې یوه تراژیدي بولي.
ښاغلی سحر وايي: "دا خپله یوه لویه تراژیدي ده چې په یوه هېواد کې په ۲۱مه پېړۍ کې هېڅ ازاد اخبار او ورځپاڼه نه وي. موږ سل کاله حتی تر هغه مخکې ورځپاڼې درلودې، په مختلفو برخو کې وې، لکه د مېرمنو لپاره ارشاد النسوان او نورې ورځپاڼې چاپېدلې. دا چې اوس یې نهلرو، یوه غمیزه یې بللی شو."
"دا خپله یوه لویه تراژیدي ده چې په یوه هېواد کې په ۲۱مه پېړۍ کې هېڅ ازاد اخبار او ورځپاڼه نه وي"
په افغانستان کې لومړنۍ چاپي رسنۍ شمس النهار وه چې د امیر شېرعلي خان په واکمنۍ کې چاپ شوه، له هغه را وروسته په مختلفو نظامونو کې هم چاپي رسنۍ وې چې کله له محدوديتونو سره مخ شوي او کله یې هم نسبي یا پوره خپلواکي درلوده.
خو دا مهال پر افغان رسنيو او خبريالانو محدوديتونه هغه څه دي چې، له امله يې تل په کور دننه او بهر د طالبانو حکومت ته د انتقاد ګوته نيول شوې، خو د دوى ويانديانو تل ويلي، د ملي ګټو او شرعيت په چوکات کې د رسنيو فعالېت او ملاتړ ته ژمن دي.