د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

رسنۍ: ځینو هېوادونو کې افغان پناه غوښتونکي خورا سختې شپې او ورځې تېروي


ترکیه کې افغان کډوال. August 17, 2021
ترکیه کې افغان کډوال. August 17, 2021

ټورنټو سټار:

ټورنټو سټار ورځپاڼې د هغو یو شمېر افغان ښځو پر وضعیت مقاله خپره کړې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره له افغانستانه وتلو ته اړې شوي.

سټار لیکلي، دا افغان پناه غوښتونکي په پاکستان، ایران او ترکیې کې خورا سختې شپې او ورځې تېروي.

لومړی یې د نیلوفر په نوم د یوې افغان مېرمن اوسني وضعیت ته پام کړی چې استانبول کې د کډوالۍ او بېوسۍ په سخت حالت کې ده.

نیلوفر په کابل کې له انجینیرۍ فارغه وه او د ابرساني د یوې پروژې په ډیزاین بوخته وه چې طالبان واک ته ورسېدل.

د ټورنټو سټار په لیکنه نیلوفر خپل ټولې ګاڼې وپلورلې او د سفر لګښت یې برابر کړ، خو دمګړی استانبول کې له هېڅ راز ملاتړ پرته بې برخلیکه پاتې ده.

نیلوفر په ټیلیفون د مقالې له لیکوالې سره خبرې کړي او په ژړغوني غږ یې ورته ویلي چې د ورځې ډېر وخت په تمځایونو کې تېروي او له دې په وېره کې ده چې څوک یې ونه ځوروي.

ټورنټو سټار د نیلوفر د مور سهیلا مومن کیسه هم راخیستې چې یو وخت د فراه ولایت مرستیاله پاتې شوې، خو دمګړی تهران کې بې برخلیکه پاتې.

یوه لور یې استانبول ته تللې، نیمه کورنۍ او معیوبه خاوند یې کابل کې پاتې دي.

هغه له خپلو دوو لوڼو او درېیو نورو ښځو سره په یوه وړه کوټه کې اوسېږي.

سټار خپرونې د ملګرو ملتونو د یوه راپور په حواله لیکلي چې د طالبانو په بیا واکمنېدو له افغانستانه ډېر تښتېدلي کسان ښځې دي.

طالبان په تېر څه باندې یو کال کې ورځ تر بلې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو او بندیزونو په رامنځته کولو تورن دي.

د نجونو د لېسو تړل هغه لویه بېلګه یادېږي چې طالبانو له ژمنو سره سره لا نه دي پرانیستي.

له اکثرو دولتي ادارو هم د راپورونو په اساس ښځې په کور کېنول شوي او له روغتیا او تعلیم پرته په نورو سکتورونو کې د کار اجازه نه ورکول کېږي.

انډیپنډنټ فارسي:

انډیپنډنټ فارسي خپرونې له ایرانه د افغان کډوالو د شړلو په تړاو یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې ایران په یوه میاشت کې څه باندې شل زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو لکونه افغانان ایران ته تښتېدلي، خو ایران نه یواځې د راپورونو له مخې دغو افغانانو ته ځای نه دی ورکړی بلکې د هغوی د جبري ایستلو پروسه یې لا پسې چټکه کړې ده.

انډیپنډنټ فارسي لیکلي د ایران حکومت افغان اتباعو ته د بانکي کارتونو له ورکولو ډډه کړې او له دې چې اکثرې ورځنۍ راکړې ورکړې په بانکي کارتونو کېږي افغانان یې له سختو ستونزو سره مخ کړي.

په مقاله کې راغلي ځینې افغان کډوال ان وچه ډوډۍ هم نه شي اخیستلی.

ایران ته اکثر افغانان په دې هیله ځي چې بیا له هغه ځایه ترکیې ته واوړي.

سره له دې چې ترکیې او ایران دواړو په خپلو پولو کې د عسکرو شمېر څو چنده کړی او هر کله چې پناه غوښتونکي په لاس ورځي د راپورونو له مخې سخت یې وهي او ان مخامخ ډزې پرې کوي.

XS
SM
MD
LG