د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

د افغانستان پر وضعيت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

لاس انجلیس ټایمز ورځپاڼه:

لاس انجلیس ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د چارواکو وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې ده چې ویلي یې دي، هغه پروژې چې په افغانستان کې د اوږدو جګړو له امله درېدلې وي اوس پر هغوی د کار زمینه برابره شوې ده او بهرني پانګوال هم کولی شي چې دلته پانګونه وکړي.

د ورځپاڼې په باور، طالبان وروسته له دې چې پروسږ کال واکمنان شول، هڅې یې پیل کړې چې له یوې وسله والې ډلې د یوه حکومت بڼه خپله کړي، خو دا په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد مخ پر ښکته روان دی او نړیوالې ټولنې د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

په دې مقاله کې وړاندې راغلې دي چې، بهرنیو حکومتونو له افغانستان سره خپلې مرستې درولي او د طالبانو پر یو شمېر چارواکو بندیزونه هم لګیدلي دي.

د لاس انجلیس ټایمز په باور په داسې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد وایي، افغانستان کولی شي چې د سیمې د هېوادو ترمنځ د اتصال ښه نقطه شي.

مجاهد زیاتوي چې دوی امنیت ښه ټینګ کړی دی چې د همدې لپاره نورو هېوادو ته بلنه ورکوي چې په افغانستان کې د اقتصادي هلو ځلو زمینه برابره شوې ده.

ورځپاڼه زیاتوي چې د طالبانو له لورې د ټول افغانستان د امنیت ادعا په داسې وخت کې کېږي چې، د دوی سیالې اسلامي دولت ډلې په وروستیو دوو اونیو کې هم په افغانستان کې بریدونه کړې دي.

ډيپلوماټ خپرونه:

د لویدیځ بلې خپرونې، دیپلومات په خپله تازه ګڼه کې د هغو افغانانو برخلیک ته پاملرنه کړې چې له افغانستان د وتلو نیت لري خو نه‌دي توانیدلي چې د طالبانو د واکمنۍ په پيل کې د کابل د هوایي ډګر له لارې بهر ته ولاړ شي.

د خپرونې په باور د افغانستان د وضعیت په اړه په تېر څه باندې یوه کال کې ډېر څه لیکل شوې دي، له دې ډلې هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه، هم د یوه پراخ بنسټه حکومت د تشکیل په تړاو، هم د القاعده او داعش د ګواښونو په اړه او هم د هغو بشري ستونزو په اړه چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان شوي دي.

خو د دیپلومات خپرونې په باور د هغو په اړه چې د تخلیې د بهیر پر مهال نه‌دي توانیدلي چې له افغانستانه ووځي څه نه‌دي ویل شوي، په ځانګړي توګه د هغو خطرونو په اړه چې دا خلک ګواښي.

د مطلب په دوام راغلي دې، یو شمیر افغانان چې څه باندې کال مخکې ونه توانېدل چې په الوتکو کې له کابله ووځي نن سبا د بهرنیو هېوادو ویزې نه‌شي ترلاسه کولی او دوی د مالي سرچینو له کمبود او د کډوالو د سختو لارو له خطرونو سره مخامخ دي، یو شمېر یې بیا مشران دي او دا توان نه‌لري چې د کډوالۍ په سختو لارو سفرونه وکړي.

د دیپلومات په نظر د افغانانو دغه ډله اوس له جدي امنیتي ستونزو، له طبعي افتونو سره مخامخ ده او د مخ په زیاتېدونکو اقتصادي فقر، نظامي-سیاسي وضعیت او د عادي ژوند د امکاناتو د برابرولو له ستونزې سره لاس او ګرېوان ده.

XS
SM
MD
LG