د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

د افغانستان پر وضعيت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

واشنګټن پوسټ:

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو له خوا په باګرام هوايي اډه کې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د کالیزې د نمانځلو مراسمو ته اشاره کړې چېرې چې یو مهال د امریکايي ځواکونو لویه پوځي اډه وه.

په لیکنه کې وړاندې ویل شوي چې، د طالبانو له خوا د ترسره شوي نظامي پریډ عکسونو کې ددې ډلې سرتېري لویدیځ ته په ورته یونېفورم سنبال ښکاري.

د ورځپاڼې په وینا د چهارشنبې د ورځې په دې مراسمو کې د نظامي الوتکو پر ځغاست‌لیکې د طالبانو له سپینو بیرغونو سره د زغروالو موټرو کاروان د حرکت په حال کې لیدل کېږي چې پر سر یې نظامي هیلیکوپټرې الوت کوي.

واشنګټن پوسټ لیکلي چې، طالبانو د هغه څه په خاطر چې امنیتي اندېښنه یې بللې د دې مراسمو پوښښ ته یې بهرنۍ رسنۍ ورپرې نه‌ښودې.

لیکنه وړاندې وايي چې، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل په دې هېواد کې د دوو لسیزو د جګړې د پای په توګه ولمانځل شول، خو د ځواکونو دا وتل د خبرو اترو له لارې د سولې په ټینګښت پای ته ونه رسېدل.

د ورځپاڼې په وینا د افغانستان د پخواني جمهوریت امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو د بریدونو په وړاندې ونړېدل او کله چې طالبان کابل ته ورسېدل، لرې کړی شوی ولسمشر اشرف غني له هېواد ووت او طالبان بیا ځلي پر کابل واکمن شول.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ډېرو افغانانو لپاره د پخوا په مقایسه خوندی دی، خو په دې هېواد کې مدني ازادۍ او د ښځو حقونو سخت محدود شوي دي.

لیکنه همدا راز لیکي چې افغانستان په نړۍ کې ګوښی شوی او زیاتېدونکي اقتصادي بحران په کې میلونونه وګړي د بې‌وزلۍ او لوږې سره مخ کړي دي.

د سټار اینډ سټراپیس:

د سټار اینډ سټراپیس ورځپاڼې په یوه لیکنه کې د فرخنده کوشاني او زیبا ظاهري کیسه کړې.

هغه دوه افغانانې چې یو کال مخکې ډاډمنې نه وې چې د کابل د هوايي ډګر له لارې به له افغانستان څخه بهر لاره ومومي، هغه ځای چې د طالبانو له پرمختګ وروسته ورته په زرګونو غیر نظامي امریکايان او افغان متحدان یې له افغانستان څخه د وتلو لپاره ورپنډ شوي وو.

ورځپاڼه وايي چې، فرخنده او زیبا اوس په امریکا کې ځانونه خوندي احساسوي او دغلته له تفریح خوند اخلي.

وړاندې راغلي چې کوشاني د فرید ظاهري مېرمن ده چې د امریکا له سمندري ځواکونو سره یې د ترجمان په توګه دنده ترسره کوله.

زیبا ظاهري بیا د فرید مور ده چې د جیمي فرید ریکو په نوم د یو متقاعد امریکايي سرتېري په مرسته د کابل په هوايي ډګر کې له یوې خونړۍ چاودنې څو ساعته مخکې له هوايي ډګر و ایستل شول.

هغه مهال د کابل هوايي ډګر کې چاودونو ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکایان وژلي وو.

XS
SM
MD
LG