د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

نړيوالې ورځپاڼې: د پاکستان فشار؛ طالبانو له سرحدي سيمو وسله وال لرې کړل


ارشيف
ارشيف

پر افغان خاوره د پاکستان د بمباریو په تړاو د طالبانو د حکومت د دفاع د وزیر یعقوب مجاهد غبرګون د یو شمېر ورځپاڼو پام ور اړولی.

سيډني مارننګ هيرالډ:

سیډني مارننګ هیرالډ لیکلي پر کونړ او خوست د پاکستان تر برید وروسته چې د راپورونو له مخې لسګونه کسانو ته پکې مرګژوبله واوښته ملا یعقوب ویلي چې نور به داسې ”یرغل“ ونه زغمي.

سیډني مارننګ لیکلي د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې څو واره د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې لانجې او شخړې رامنځته شوي.

ورځپاڼې د ملا یعقوب خبرو ته اشاره کړې چې ویلي يې دي هېواد ته یې له ګاونډیانو هم ستونزې او تکلیف ور رسیږي او پر کونړ باندې برید یې یوه بېلګه ده.

اسيکسپرېش پرټيبيون:

د افغانستان او پاکستان تر منځ په وروستیو سرحدي لانجو باندې ګڼو پاکستاني ورځپاڼو له هغې ډلې ایکسپرېس ټریبیون مقالې خپرې کړي.

د ایکسپرېس ټریبیون په مقاله کې ادعا شوې چې د افغانستان واکمن حکومت د پاکستان له پرله پسې جدي غوښتنو وروسته بلآخره د پولې له اوږدو د پاکستاني طالبانو د لرې کولو لپاره لاس په کار شول.

د یوه پاکستاني چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی ښودل شوی زیاته شوې چې ځینې ډلې وار د مخه د پولې له اوږدو لرې شوي او موږ په دې تمه یو چې دا ډلې پاکستان ته بیا ګواښ پېښ نه کړي.

شنبه درې پاکستاني پوځیان په یوه برید کې ووژل شول. دا د هغو پېښو لړۍ ده چې د پاکستاني چارواکو په ادعا عاملین یې د افغانستان په خاوره کې پټ دي.

طالب چارواکو لا د پولې په اوږدو کې د پاکستاني طالبانو د لرې کولو د ادعا په اړه لا څه نه دي ویلي خو ټینګار یې کړی چې له افغان خاورې هیچاته د ګواښ جوړولو او برید اجازه نه ورکوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو اندېښنه ښودلې چې د طالبانو له خوا په ښځو لګېدلو محدودیتونو او له افغان ښځو سره په تاوتریخوالي سربېره د امریکا له خوا د افغانستان د پیسو کنګلولو تر بل هر چا زیات د افغان ښځو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر د م.م د کارپوهانو اعلامیه په خپله وېبپاڼه کې خپره کړې ده.

په اعلامیه کې له متحدو ایالتونو غوښتل شوي چې د افغانستان بانک څه باندې اوه میلیارده ډالره کنګل شوې پیسې ورخلاصې کړي څو بشري مرستې له کوم خنډ پرته اړمنو ته ورسیږي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس ٢٣ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي او دا وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

د م.م د کارپوهانو هغې اندېښنې ته هم اشاره شوې چې له ژمنو سره سره لا هم افغانستان ته د مالي امکاناتو د برابرولو او اسانتیا په برخه کې شوې ژمنې سمې نه دي عملي شوي.

XS
SM
MD
LG