د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

د پاکستان بريدونو ته د خلکو غبرګونونه؛ سلګونه کسانو په خوست کې لاريون وکړ


خوست کې لاريونوال
خوست کې لاريونوال

پرون په خوست ولایت کې په سلګونو کسانو د پاکستان د وروستیو هوايي حملو په اعتراض لاریون وکړ.

د خوست په سپېره ولسوالۍ کې پرون شنبه د پاکستان د هوايي بریدونو پر خلاف په سلګونو کسان په لاریون راووتل.

دوی چې د پاکستان پر خلاف شعارونه ورکول، د خوست تر څنګ یې د کونړ پر ځینو سیمو د پاکستان د پوځ د جټ الوتکو پرونۍ حملې وغندلې.

په راپورونو کې ویل شوي، چې بمباري د شنبې پېشلمي مهال د سپېرې ولسوالۍ پر څو کلیو شوې چې تر ۴۵ ډېر کسان یې په نتیجه کې وژل شوي دي.

په دغه ځای کې تر ډېره هغه کورنۍ مېشتې دي، چې له وزیرستان د جګړو له کبله کډه شوې او زیاته مرګ ژوبله هم دغو کسانو ته اوښتې ده.

پاکستاني طالبانو یا (TTP) پرون په یوه اعلامیه کې دغه حملې غندلي دي.

په خپله د پاکستان حکومت د دې راپور تر جوړېدو پورې د دغو پېښو په اړه رسماً تبصره نه ده کړې، خو تر دې مخکې کلونه - کلونه د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ختیځو سیمو راکټي حملې هم روانې وې، چې د تېر حکومت له خبرداریو سره - سره یې لړۍ ونه درېده.

د پاکستان ځینو چارواکو له کلونو راهیسې تور لګولی، چې پاکستاني طالبان د افغانستان په ختیځو سیمو کې مرکزونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې خپلې حملې تنظیموي، هغه تور چې د افغانستان چارواکو په وار- وار رد کړی دی.

پاکستان پر کونړ او خوست په داسې حال کې هوايي حملې کوي، چې په پاکستان کې دننه پر پاکستاني پوځیانو حملې زیاتې شوي او د ځینو حملو مسوولیت د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا (TTP) منلی دی.

اخوا بيا پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي بريدونو ته پر کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خوست او کونړ د پاکستاني پوځیانو پرونۍ هوايي بمبارۍ د بشر ضد جنایت او د افغانستان د ملي حاکمیت سرغړونه بللې ده.

حامد کرزي په یوه اعلامیه کې د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په سیمه کې د ټروریزم له منځه وړلو لپاره په خپلو پالیسیو کې بدلون راولي.

ارشيف: حامد کرزی
ارشيف: حامد کرزی

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا یوې کمپاینرې سمیرا حمیدي دغه حملې ناوړه او مایوسوونکې بللي دي.

هغې په خپل ټویټر کې لیکلي افغانان چې له کلونو راهیسې کړېږي، اوس د خپلو ګاونډیو له لاسه عذاب ګالي. سمیرا حمیدي پوښتنه کړې، چې د پاکستان حکومت به خپل دغه عمل څنګه توجیه کوي؟

د طالبانو حکومت وايي، د دغو حملو په اعتراض په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان، چې د بهرنیو چارو وزارت ته وربلل شوی و د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي له خوا ورته اعتراض وشو.

د طالبانو د حکومت یوه ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه په هغه صوتي کلیپ کې چې رسنیو ته یې لېږلی، پاکستان ته یو ډول ګوتڅنډنه کړې.

ارشيف: د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
ارشيف: د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

ښاغلي مجاهد ويلي: «پاکستانی لوری باید پوه شي جګړه که پیلېږي، دا به د هېچا په ګټه نه وي او د سیمې د بې ثباتۍ سبب کېږي. افغانان باید مجبور نه شي چې یو اقدام وکړي.»

بلخوا د کډوالو په چارو کې د بریتانیا د دولت وزارت د پالیسۍ سلاکارې شبنم نسیمي هم دې بريد ته غبرګون ښودلی دی.

نوموړې پرون په ټویتر کې لیکلي: «له بده مرغه هغه څه چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې پېښېږي، د نړۍ لپاره بې ربطه شوي، اوس هره تروریستي ډله او دولت له کوم شفافیت پرته پر یوه هېواد داسې یوه حمله کوي.»

د پاکستان حکومت د دې راپور تر جوړېدو پورې رسماً عکس العمل نه دی ښوولی، خو د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي محسن داوړ، په خوست کې شوې حمله وغندله.

محسن داوړ وايي: «د بمباریو دغې لړۍ ټول افغانستان ویجاړ کړی، چې لا یې ټپونه رغېدلي نه دي، چې اوس بیا ورباندې د بمباریو دا لړۍ پیل شوه، دا سخته د خواشینۍ وړ خبره ده. باید بشپړه څېړنه یې وشي. چا چې یې امر کړی باید په وړاندې یې اقدام وشي، که څه هم ما ته معلومه ده دا کار به ونه شي، خو بیا هم دلته خپل احتجاج څرګندوو.»

د خوست پخواني والي حلیم فدايي بیا په خپل ټویټر کې ادعا کړې، چې د خوست په ځینو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو تر بمبارۍ وروسته د طالبانو پر خلاف جګړه هم شوې او دوه طالبان ټپیان شوي دي، خو طالبانو دغه ادعا تایید کړې نه ده.

تر دې مخکې هم د پاکستان له لوري پر کونړ او د افغانستان پر يو شمېر ولايتونو توغنديز او راکټي بريدونه شوي دي خو دا لومړی ځل دی چې پر افغان خاوره د پاکستان له لوري هوايي بريد کېږي.

XS
SM
MD
LG