د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو له لاریونه یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو له لاریونه یو انځور

سپکټېټر:

برتانوي سپکټېټر مجلې د افغان ښځو د وضعیت په اړه لیکلي دي.

په دې مقاله کې راغلي چې پر زوم له افغانستانه د ښځو د حقونو له ملاتړیو سره د افغان ښځو غونډې اکثره په اوښکو پای ته رسېږي.

په دې مقاله کې د یوې فعالې له قوله راغلي چې خپل ورور یې د زوی غوندي لوی کړی وو، خو هغه دا وهلې او ورته ویلي یې دي چې له نارینه پرته دباندې ونه وځي.

په مقالې کې راغلي، د اګسټ تر پنځلسمې مخکې د کابل د دفاع چارې جنرال سمیع سادات ته وسپارل شوې.

مقالې د سادات له قوله لیکلي چې د کابل تر سقوط یو کال مخکې لا د ده امریکايي همکارانو د وسلو مخه ونیوله او ورته وې ویل چې د طالبانو پر ضد دې عملیات ودروي او سولې ته دې یو فرصت ورکړي.

په مقاله کې راغلي چې د افغان حکومت او یو ځل بیا د طالبانو واک ته د رسېدو شوک ريښتونی دی ځکه په تېرو شلو کلونو کې واقعي پرمختګ شوی و.

په افغان حکومت کې د فساد په ګډون له ځينو کمیو سره سره بیا هم د مقالې د لیکوال په باور په افغانستان کې د یوې نوې ټولنې رامنځته کېدو ته فرصت برابر شو.

په دغو لاسته راوړنو کې د ازادو رسنیو یادونه هم شوې ده.

وروسته راغلي چې د نجونو په لوستې کولو کې د طالبانو ناکامي د یوه لوی تغییر ښکارندويي کوي.

فعالانو د ښځو پر ژوند د محدودیت وضع کېدو دېرش موارد یاد کړي چې وروستی مورد یې له ښځو د طالبانو هغه غوښتنه یاده شوې چې ښځو ته یې ویلي يې وو چې د خپل ځان پر ځای دې خپل نارینه خپلوان کار ته ورولېږي.

ای نیوز:

برتانوي ای نیوز ورځپاڼې هم د افغان نجونو او ښځو د وضعیت په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: "تقیب شوې، په څلور دېوالۍ کې بندۍ شوې او خرڅې شوې، د افغان ښځو نړۍ د تېرو دوولسو میاشتو پر مهال د طالبانو د واکمنۍ پر مهال راټوله شوې ده."

په دې مقاله کې راغلي چې د طالبانو د حکومت یو کال پوره شو او افغان ښځې اوس هم په وېره او محدویت کې ژوند کوي.

دا مقاله د یوې افغان خیریه کارکوونکې په نوم خپره شوې ده او خپل نوم یې نه دی یاد شوی.

د مقالې لیکوالې لیکلي چې د طالبانو د واک یو کال د ښځو لپاره دوولس وېروونکې میاشتې وې چې دوی د خپل راتلونکي لپاره په کې هېڅ هیلې نه لري.

دې لیکلي، کله چې افغان حکومت سقوط شو، ټول په وېره او وحشت کې و او فکر یې کاوه چې هره شېبه کېدای شي یو څوک دروازه وټکوي او د دوی ځوانې نجونې له ځان سره بوځي او جبري واده ته یې اړې کړي.

په مقاله کې راغلي چې دا ډول قضيې ډېرې اوري، خلک بې وزله شوي او کله چې یو څوک ورڅخه کوچنۍ لور وغواړي، دوی یې د پیسو په بدل کې ورکوي که څه هم هغه به لږ پیسې وي او نجونې به هم د واده قانوني سن ته نه وي رسېدلي.

په دې مقاله کې راغلي، یو کال پر ښځو په داسي محدودیتونو تېر شو لکه ښځه باید څه واغوندي، څه ووايي.

افغان ښځو ځانونه لوستې کړل، په ادارو کې يې کارونه پیل کړل او د افغان ټولنې په پرمختګ کې يې فعال رول ولوباوه، خو اوس د کار له ډګره ایستل کېږي.

دغې لیکوالي وروسته لیکلي چې تېر ځل طالبانو پر افغانستان پنځه کاله واکمني وکړه او اوس ښځې وېره لري چې یو ځل بیا دا کار تکرار نه شي او هغوی په یوه تیاره وضعیت کې بندې پاتې شي.

دې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې مداخله وکړي او د افغانستان د وضعیت لپاره یو سوله ییز حل راوباسي.

XS
SM
MD
LG