د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

نېشنل انټرسټ: څنګه افغانان له افغانستان سره مرسته کولای شي؟


د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

واشنګټن پوسټ:

دوه اونۍ ګډوډي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش – دا د افغانستان په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د تازه لیکنې سرلیک دی.

ورځپاڼې تېر کال اوړي کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو ته پام کړی او وايي دې پېښې ټوله نړۍ حیرانه کړه.

لیکنه وړاندې وايي، ډلې ډلې افغانانو د کابل پر هوايي ډګر ګڼه ګوڼه ورجوړه کړه، او د اګست د میاشتې په وروستیو کې دغلته ځانمرګو چاودنو نږدې ۲۰۰ کسان ووژل.

د ورځپاڼې په وینا له دې چاودنې څو ورځې وروسته ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او هغه هېواد یې له خپل نوي واقعیت سره لاس او ګرېوان پرېښود.

واشنګټن پوسټ زیاتوي چې د امریکا متحدو ایالتونو په وروستیو څو ورځو کې د خپلو ځواکونو سربېره له ۱۲۲ زره زیات افغانان هم له افغانستان څخه وویستل.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ یو کلنۍ ته څو ورځې پاتې دي، خو تر اوسه هېڅ هېواد په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسیمت نه دی پېژندلی.

نېشنل انټرسټ:

نېشنل انټرسټ خپرونې پوښتنه مطرح کړې چې څنګه افغانان له افغانستان سره مرسته کولای شي؟

د لیکنې لیکوال وړاندایز کړی چې افغانان د هېواد دننه او بهر باید د غونډو په جوړولو د خپل هېواد د راتلونکې حکومت په اړه بحثونه وکړي.

لیکوال وايي، نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

لیکوال وايي، افغانان دا داسې حکومت مستحق دي چې د دوی هوساینې او بشري حقونو ته اهمیت ورکړي او د خپلو کمزوریو او ناکامیو په وړاندې د مسوولیت احساس وکړي.

له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه د یو ټولشموله حکومت جوړول دي.

دا مهال د طالبانو د حکومت په کابینه کې هېڅ ښځه غړیتوب نه لري.

XS
SM
MD
LG