د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۸

د افغانستان پر وضعيت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

د بشري حقونو د څار سازمان:

د بشرې حقونو د څار سازمان د ملګرو ملتونو د ځانګړنې راپورټر هغې راپور ته چې روانه اوونۍ يې خپور کړی په اشارې په افغانستان کې د بشري حقونو څخه په وروستیو سرغړاویو لیکنه خپره کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، دا راپور د طالبانو تر کنټرول لاندې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د سوء استفادو او سرغړونو یو لېست دی.

په دغه راپور کې په افغانستان کې د بشري اقتصادي ناورین ناوړه اغېزو چې تر یوه حده د بهرنیو هېوادونو د کړنو له کبله دې یادونه شوې او ویلي شوی دی چې: " ټولې خواوې د افغانانو د اقتصادي او ټولنیزو د حقونو په نه رعایت کې په مختلفو درجو مسؤلیت لري."

دغه راپور په مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې د افغان ښځو او نجونو بې‌سارې شاتګ ته ګوته نیولې او ویلې یې دي چې، په هیڅ یو هېواد کې لکه د افغانستان په څېر ښځې او نجونې داسې په بې‌سارې ډول د ژوند له عمومې صحنې نه دي تري تم شوي.

د بشري حقونو د څار د سازمان په باور دا راپور د افغان ښځو او نجونو پر حقونو "پراخ، سیستماتیک او هر اړخیز" برویدونو په اړه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو موندنې او همدارنګه د پخواني حکومت د چارواکو، خبریالانو، مذهبي اقلیتونو په وړاندې د طالبانو سرغړاوي او همدا راز په افغانستان کې ټول حقوقي سرغړاوي بیانوي.

تمه ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د روانې میاشتې په پای کې ددې موندنو په اړه بحث وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، افغانان حق لري تر دې بهتره ژوند ولري، چې له واقعي عدالت پرته کمه ازادي ورکړل شوې او نیمايي وګړي یې یعنې نجونې له زده کړو بې برخې دي.

ګارډين ورځپاڼه:

له برېتانیا څخه خپرېدونکې ګارډین ورځپانې بیا په ترکیه کې د افغان مهاجرینو وضعیت ته په کتنې لیکلي دي؛ ممکن د تېر کال د اګست میاشتې نه چې طالبان بیاځلي واک ته رسېدلي دي شاواخوا ۳۰۰ زره افغانان له افغانستان څخه ترکیې په سختو لارو تللي وي.

د ګارډین په وینا ترکي چارواکي د سوریې څخه د پناه غوښتوونکو ورتګ ته ډېر اندېښمن وو او جدي پرېکړه یې کړې وه چې افغانان به خپل هېواد ته نه پرېږي او ان تر دې چې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط مخکې يې د ایران سره پر خپله پوله موانعې جوړې کړې وې.

ورځپانه زیاتوي؛ د څلور مترو په ژوروالۍ یو خندق، یو سمنټي دېوال چې اغزن سیم پرې تېر شوی، د کنټرول برجونه چې په امنیتي کمرو سمبال دي او وسله‌والې ګزمې هغه څه دي چې ترکي چارواکو د افغان پناه غوښتنونکو د مخنیوي لپاره مخکې له مخکې چمتو کړي وو.

خو ورځپاڼه وايي، له دې سره هم ترکي چارواکو یو شمېر افغانانو ته د پناه غوښتنې موقتي پاڼې ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG