د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د افغانستان پر وضعيت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

فارن افېير خپرونه:

د بهرنیو چارو یا فارن افېیر خپرونې په یوه تحلیلي مطلب کې په افغانستان کې د القاعده شبکې له‌خوا پېښو پخوانیو او اوسنیو ګواښونو ته کتنه کړې او لیکي چې په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري په وژل کېدو سره هغه پاڼه چې امریکا د سپټمبر د یوولسمې عاملانو ته د سزا ورکولو لپاره پرانیستې و، وتړل شوه.

د مطلب په دوام کې راغلي دي چې الظواهري د افغانستان له خاورې د جهاد ستراتیژي چې د دې شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن عملي کوله تر ډېره حده پرېښوده.

فارن افېیرز لیکي، الظواهري چې په ۲۰۱۱ کال کې د بن لادن له وژل کېدو وروسته د القاعده مشر شو تر ډېره د نړیوال تروریزم په ډګر کې فعال و، خو د لیکوال په باور د ۲۰۱۴ کال په پای کې وضعیت بل ډول شو او د اسلامي دولت په نوم ډلې یا داعش په سیمه کې د القاعده پرتله د ځان لپاره ځواکمن ځای وموند او په چټکۍ سره یې د عراق او سوریې ځینې برخې ونیولې.

که څه هم په دې دوو هېوادونو کې د داعش ډلې ګواښ خورا زیات کم شوی خو له دې سره سره د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دې ډلې خراسان څانګې پر افغانستان د یو شمېر خونړیو حملو مسؤلیت منلی دی.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغه شل کلن ځوان کیسه را اخیستې چې تېر کال له کابله امریکا ته ولېږدول شو.

دې ځوان چې نوم یې الیاس تاجک ښودل شوی، ورځپاڼې ته ویلي دي چې، پلار یې د امریکا له حکومت سره د قراردادي په توګه کار کاوه، مور یې په یوه کلینیک کې ډاکټره وه او په کابل کې یې خورا ښه ژوند لاره.

د نیویارک ټایمز مطلب زیاتوي چې الیاس په ۲۰۲۱ کال کې واده وکړ او بیا یې پوهنتون ته د شمولیت د ازموینې لپاره تیاري نیوله، خو په اګست میاشت کې یو ناڅاپه وضعیت بدل شو او دی او کورنۍ یې له افغانستانه وتلو ته اړ شول.

د مطلب په دوام کې راغلي هغه مهال چې طالبانو ناڅاپه د افغانستان ولایتونه ټول یو په بل پسې نیول د الیاس مېرمن د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره تاجکستان ته تللې وه او د کابل د سقوط په شپو ورځو کې په هېواد کې نه وه.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې اوس د الیاس مېرمن په تاجکستان کې بنده پاتې ده او ښايي امریکا ته د لېږد چارې یې ډېر وخت وغواړي.

الیاس ورځپاڼې ته ویلي چې ده له خپلې مور او کوچني ورور سره په ډېره خوارۍ ځان د کابل هوايي ډګر ته چې پلار یې ورته سترګې په لار ولاړ و، ورساوه.

الیاس خپله هغه خاطره هم بیان کړې چې یوه طالب د کابل په هوايي ډګر کې ده ته خبرداری ورکړی چې یې بل ځل هلته وویني نو په ډزو به یې ووژني.

XS
SM
MD
LG