د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۴

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې

انټرسیپټ:

انټرسیپټ خپرونې د افغان پوځ د یوه پخواني سرتېري وضعیت ته پام اړولی چې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط څو ورځې وروسته په دغه ښار کې پاتې شوی وو او اوس امریکا ته رسېدلی دی.

د خپرونې په وینا، ډګروال اسدالله اکبري د افغان ملي اردو د پخوانيو ځانګړو ځواکونو په روزنیزو پروګرامونو کې مهم رول لوبولی، خو د امریکا په ملاتړ د حکومت له نسکورېدو سره د ده پر ژوند د غم او وېرې یوه توره وریځ خپره شوه.

په خپرونه کې راغلي، کور په کور د طالبانو د تلاشۍ خبر تر خپرېدو وروسته اکبري له ډېرې وېرې په کور کې پټ پاتې شو او په دې هم نه پوهېده چې په راتلونکو ورځو کې به څه کېږي.

د انټرسیپټ خپرونې مقاله زیاتوي چې هغه کسانو چې د ډګروال اسد الله اکبري تر مشرۍ لاندې یې کار کاوه حتی د هغه پیغامونو او ټېلېفونونو ته یې ځواب نه ورکاوه.

اکبري ورځپاڼې ته ويلي چې د تېر کال د اګست په ٢٠مه، کله چې له خپلو کوچنیانو سره په کابل کې يوه پلورنځي ته ولاړ، نو فکر يې وکړ چې ښايي دا يې د ژوند وروستۍ ورځې وي.

څو ورځې وروسته، هغه وتوانېد چې د یوې کارګو الوتکې په واسطه له افغانستان څخه د خپلې کورنۍ او یو شمېر نورو زیانمنو شویو افغانانو په ګډون له افغانستانه وایستل شي.

دوی ټول قطر او بیا د امریکا فلوریډا ته انتقال شول.

انټرسیپټ په دې مقاله کې لیکي چې ډګروال اکبري څو لسیزې په جګړه کې تیرې کړې، خپل ملګري یې له لاسه ورکړي او اوس د هغو ورځو له غمونو سره ژوند کوي.

د مجلې په وینا، کله چې اکبري ننني افغانستان ته ګوري، نو له دې احساسه نه شي تښتېدلای چې د ده له نظره په هېواد کې هر څه د هېڅ لپاره وشول.

لاس انجلس ټایمز:

امریکايي ورځپاڼې لاس انجلس ټایمز د ډنمارک د ښځو د فوټبال د ټیم لپاره د افغان الاصله ورزشکارې نادیه ندیم په اړه لیکلي دي.

د ورځپاڼې په وینا، هغه څه چې نادیې له افغانستانه د وتلو پر مهال ورته اړتیا درلوده، د زده کړې، ډاکتره کېدو او د فوټبال د لوبې فرصت و.

هغې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال له خپلې مور او څلورو خویندو سره افغانستان پرېښود او د پاکستان او ایټالیا له لارې ډنمارک ته لاړه.

نادیه ندیم چې اوس ۳۴ کلنه ده، وايي چې په افغانستان کې يې د ورزش کولو حق او اجازه نه درلوده.

لاس انجلس ټایمز لیکي چې ندیم د افغان ښځو او نجونو اوسنی وضعیت ناورین بللی او ویلي یې دي چې فکر کوي افغانستان د نجونو د راتلونکي لپاره سم لوري ته نه دی روان.

خو دا په دې باور ده چې اوس څوک له دې هیواد سره تړاو نه لري، د پریکړې کیلي له همدوی سره ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له بشپړه وتلو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې له بشري حقونو سرغړونې په بې ساري ډول زیاتې شوې دي.

په دې احصائیه کې راغلي چې ۱۳ میاشتې مخکې په افغانستان کې شاوخوا ۳،۵ میلیونه نجونې منځني او عالي ښوونځیو ته تللې چې هغه مهال د افغانستان د کاري ځواک ۲۱ سلنه برخه ښځې وې.

د ډنمارک د ښځو د فوټبال په ملي لوبډله کې افغان الاصله ورزشکاره نادیه ندیم چې د طب ډاکتره هم ده، وايي د دې وضعیت له امله یې زړه مات شوی او د هغې لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې پوه شي ولې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو دا ډول شرایط وضع شوي دي.

XS
SM
MD
LG