د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

رسنۍ: تېرو کلونو کې د جیش محمد زرګونه جنګیالي د طالبانو لیکو کې جنګېدل


د جیش محمد وسله والې ډلې مشر مسعود اظهر
د جیش محمد وسله والې ډلې مشر مسعود اظهر

فارین پالیسي:

فارین پالیسي خپرونې د امریکا د خزانې وزارت له خوا د سویس یوه صندوق ته د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ پر استولو یوه لیکنه خپره کړې.

د مقالې لیکواله لېن اوډانېل ده چې طالبانو تېره جولای میاشت کې د څو ساعتونو لپاره توقیف او د ځینو پخوانیو راپورونو په اړه یې له بخښنې غوښتنې وروسته خوشې کړه.

مقاله کې راغلي، د امریکا د خزانې وزارت درې نیم میلیارده کنګل شوې شتمنۍ د سویس یوه صندوق ته لېږي، خو د کارپوهانو په حواله راغلي، که امریکا وغواړي او که نه، د دغو پیسو ګټه طالبانو ته رسېږي.

مقاله کې د چارو د کتوونکي او د نړیوال بانک د پخواني اقتصاد پوه عمر جویاله په حواله راغلي، له دغو پیسو د افغانستان پورونه ورکول کېږي او د ده په ټکو دا کار طالبان له مسوولیت او د خراب اقتصاد له مدیریته خلاصوي.

وړاندې راغلي، دغه پیسې عامو افغانانو ته چې د مقالې په وینا له بې کارۍ، بې وزلۍ او ناوړه اقتصاده رنځ وړي، کومه ګټه نه رسوي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند حبیب الرحمان حبیب خپرونې ته ویلي: "د افغانستان د پیسو زېرمې د افغانانو ملکیت دی او له کلونو راهیسې د پیسو د ثبات، د مالي سیستم د پیاوړتیا او له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیاوو پر لارو چارو لګول شوي دي."

نوموړي ویلي، د دغو پیسو د تخصیص، استفادې او انتقال په اړه د امریکا هر ډول اقدام دوی ته د منلو نه دی او باید له سره غور پرې وکړي.

هندوستان ټایمز:

هندوستان ټایمز ورځپاڼې بیا د جیش محمد وسله والې ډلې د مشر مسعود اظهر په اړه د پاکستان او طالبانو د حکومتونو په بېلابېلو دریځونو تمرکز کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي، سره له دې چې طالبانو په افغانستان کې د مسعود اظهر د اوسېدو راپورونه رد کړي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د شانګهای په وروستۍ غونډه کې هم وویل چې اظهر افغانستان کې دی.

مطلب کې راغلي، جیش محمد له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او له موضوع د باخبره سرچینو په حواله ویل شوي، تېرو کلونو کې د دغې ډلې شاوخوا دوه زره جنګیالي د طالبانو په لیکو کې جنګېدل.

د تورو پیسو سپیناوي او ترهګرۍ سره د مالي مرستو د مخنیوي نړیوالې ادرې فاینانشل اېکشن ټاسک فورس 'ایف اې ټي ایف ' یوه اساسي غوښتنه هم داده چې پاکستان باید د مسعود اظهر په وړاندې اقدام وکړي.

له دغې ادارې سره پاکستان لا هم په خړ لېست کې دی او پاکستان همدا روان کال دوه ځله له طالبانو غوښتي چې مسعود اظهر تعقیب او توقیف کړي، خو طالبانو د هغه حضور رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG