د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه: افغانۍ پيسې لکه د دغه هېواد اقتصاد ټوټې ټوټې کېږي


افغاني بانکنوټونه
افغاني بانکنوټونه

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د "افغاني بانکنوټونو" وضعیت ته پام اړولی او لیکلي یې دي چې "افغانۍ پیسې لکه د دغه هېواد اقتصاد هم ټوټې ټوټې کیږي."

لاس انجلس ټايمز د کابل د شهزاده سرای د يوه صراف قل الله محمد اريا له قوله ليکي، چې د ده په مخ کې له هرو لسو زرو بانکنوټونو څخه ښايي زر يې د کارولو وړ وي.

د ورځپاڼې په وینا، ډېری افغاني بانکنوټونه له یو بل سره نښلول شوي او ښايي د ډېرو مسلسلې شمېرې یې سره سمون نه خوري.

د لاس انجلس ټایمز د مقالې په دوام کې راغلي چې هغه څه چې اوسنی وضعیت یې خراب کړی د لویدیځ پراخ بندیزونه او د واشنګټن له‌خوا د افغانستان د مرکزي بانک د میلیاردونو ډالرو د شتمنیو کنګل کول دي.

دا په‌دې مانا ده چې کریډیټ کارتونه او آنلاین راکړه ورکړه پای ته رسېدلې، د افغانستان اقتصاد د نغدو پیسو په اقتصاد بدل شوی چې نه یوازې د پانګې کنترول محدودوي او دا چې څومره پیسې له بانک څخه اخیستل کېدی شي، بلکې د زړو پیسو د بدلولو لپاره نوي بانکنوټونه هم نه‌لري چې د زړو نوټونو پر ځای وکارول شي.

مېل انلاين خپرونه:

مېل انلاین خپرونې د طالبانو د حکومت د یوه لوړپوړي غړي د وروستیو څرګندونو په اړه د اسوشیټېډ پرس یو راپور خپور کړی دی.

په مقاله کې راغلي چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي پرون د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په يوه غونډه کې د افغانستان له نويو واکمنانو وغوښتل چې د ښوونځيو دروازې دې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ پرانيزي.

د ښاغلي ستانکزي په خبره، په اسلام کې د دې بندیز لپاره هيڅ توجیهي دلیل نه‌شته.

په لاندې برخه کې لولو چې دا غوښتنه یو معتدل او نادره غږ و چې د تېر کال راهیسې د طالبانو له‌خوا د سختو اقداماتو په ترڅ کې په کابل کې پورته کېږي.

په افغانستان کې واک ته له رسېدو څه موده وروسته طالبانو د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځيو او لېسو دروازې وتړلې او ویې ویل چې، د دغو ښوونځیو د بیا پرانېستلو پر پلان کار کوي، خو تر یوه کال زیات وخت تېر شو او لا هم طالبان په دې کار نه دي بریالي شوي.

د مېل انلاین په مقاله کې راغلي چې ملګرو ملتونو دغه بندیز "د شرم وړ" بللی او نړیوالې ټولنې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو کړنو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو څخه ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG