د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

د افغانستان پر وضعيت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

ګارډين ورځپاڼه:

برېتانوۍ ګارډین ورځپاڼه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیت وروستیو څرګندونو ته په اشاره لیکي، د ملګروملتونو یو کارپوه په داسې حال کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حیرانونکې ځپنې راپور ورکوي چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت يا یوناما طالبان د خپلو څو ښځینه افغان کارکونکو په ځورولو تورن کړي دي.

ګارډین لیکي، یوناما په وروستۍ اعلامیه کې ویلي چې، درې ښځینه کارکونکې یې چې د دې سازمان لپاره یې په افغانستان کې کار کاوه، په وروستیو کې د طالبانو د وسله‌والو کسانو له‌خوا د لنډې مودې لپاره نیول شوي او ورڅخه تحقیقات شوي دي.

یوناما دغه اقدام په افغانستان کې د ملګروملتونو د ښځینه کارکونکو په وړاندې د ځورونې یوه را څرګندېدونکې بېلګه بللې ده.

د ګارډین په لیکنه ملګروملتونو په فوري توګه د دا ډول کړنو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او د طالبانو له چارواکو یې غوښتي چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې دې د دې سازمان د ټول پرسونل د امنیت د خوندیتوب په اړه کړې ژمنې عملي کړي.

خو طالبانو د دې سازمان د افغان کارکونکو د نیولو خبره رد کړې ده.

ګارډین وړاندې لیکي، دا پېښه داسې مهال رامنځ ته شوې چې د افغانستان د بشری حقونو په اړه د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیت ویلي چې، د ښځو او نجونو د حقونو جدي سرغړونه، د مخالفینو او منتقدینو غچ اخیستونکي ځپل او د طالبانو له‌خوا د بیان پر ازادۍ بندیز د یو استبدادي حاکمیت څرګندونه کوي.

فارین افیرز مجله:

امریکایۍ فارین افیرز مجلې په دې پوښتنې سره چې ایا واقعاً په افغانستان کې د اوږدې مودې کورنۍ جګړه پای ته رسېدلې؟ یوه تحلیلي لیکنه خپره کړې ده.

فارین افیرز لیکي، یو کال مخکې په افغانستان کې ډیموکراتیک حکومت ړنګ شو او د مجلې په لیکنه له افغانستانه په سپکاوۍ د امریکا د پوځي او ملکي پرسونل وتل او د شاوخوا سل زره افغانانو ایستل لا هم د واشنګټن او متحدینو لپاره یوه دردونکې مسله ده.

د فارن افیرز په لیکنه اوس چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د تاوتریخوالي کچه په ټول هېواد کې د پام وړ کمه شوې، خو د ښځو حقونه، د رسنیو ازادي او د هغو کسانو امنیت چې د افغانستان د پخواني حکومت ملاتړ یې کړی، هم زښت زیات کم شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیت تېره ورځ د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۱مې غونډې ته وویل چې، په اوس وخت کې افغانان د بشري حقونو له یوه جدي بحران سره مخامخ دی او داسې ښکاري چې نړۍ یې په حل کې پاتې راغلې ده.

فارین افیرز وړاندې لیکي، په افغانستان کې د رامنځ ته شوي نوي وضعیت په اړه ډېرې پوښتنې مطرح کېږي.

ایا نړیواله ټولنه باید طالبان په رسمیت وپېژني؟ ایا ډیپلوماسي یا د بندیزونو لګول به طالبان مجبور کړي چې خپل دریځ بدل کړي؟ ایا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یو نوی نړیوال ګواښ د را ټوکېدو په حال کې دی؟

دا هغه پوښتنې دي چې پر افغانستان د تېر کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نړیواله ټولنه ورسره مخامخ ده.

XS
SM
MD
LG