د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۶

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


په پکتیکا کې وروستۍ زلزې له امله د یوه نړېدلي کور انځور. په دې ولایت کې سلګونه کورونه نړېدلي او سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په پکتیکا کې وروستۍ زلزې له امله د یوه نړېدلي کور انځور. په دې ولایت کې سلګونه کورونه نړېدلي او سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ګڼو لوېديځو رسنيو په پکتیکا او خوست ولایتونو کې زلزلې ته پام کړی دی.

ګارډين:

ګارډين ورځپاڼې لیکلي، کله چې په افغانستان کې د ريښتر پر مقیاس ۵.۹ درجې زلزله وشوه، طالب چارواکو او نړیوالو مرستندویه ټولنو زلزله ځپلو ته د مرستې رسولو لړۍ پیل کړه.

خو د مقالې په وینا لومړي کسان چې دې غمیزې ته یې چټک غبرګون وښود، عادي افغانان وو او دوی د پکتیکا ګیان ولسوالۍ ته په خپل شخصي لګښت سفر وکړ چې له خلکو سره مرستې وکړي.

په دې زلزله کې تر زرو زیات کسان مړه شول او راپورونه وايي چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې لږ تر لږه ۳۵ کلي ویجاړ شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت مرستو ته اړتیا ده.

وروسته لولو چې د سید شیرینه په نوم یوه ۵۵ کلنه ښځه له ارزګان ولایته ګیان ولسوالۍ ته ورغله چې د شا او خوا ۱۳۰۰ زلزله ځپلو لپاره خواړه پاخه کړي.

په مقاله کې د یوه رضاکاره احسان هڅاند یادونه هم شوې چې په ګیان ولسوالي کې يې د نورو خلکو په مرسته اتیا کورنیو ته خواړه او د اړتیا توکي برابر کړي دي.

په دې مقاله کې د یوه انلاین اپ (اصیل) یادونه هم شوې چې خلکو ته د بېلابېلو هېوادونو څخه د افغانانو د راټولې شوې بسپنې مرستې رسوي او په یو شمېر ولسوالیو کې د رضاکارانو شبکه لري.

د خوړو نړیوال سازمان ویب پاڼه:

د خوړو نړیوال سازمان پر خپله ویب پاڼه د افغانستان د زلزله ځپلو لپاره د مرستو په اړه لیکلي دي.

په دې مقاله کې راغلي چې د جون په ۲۲مه کله چې په افغانستان کې زلزله وشوه او سلګونو کسان په کې ووژل شول، د خوړو نړیوالې ادارې سیمې ته روغتیايي او امبولانس ټيمونه ولېږل چې په پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې له ټپيانو سره مرسته وکړي.

د خوړو نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په سیمه کې د دې ادارې اته امبولانسونه او دوه ګرځنډه ټیمونه وګومارل شول چې مړي او ټپيان انتقال کړي.

وروسته راغلي چې دغه اداره همداراز د رواني ملاتړ لپاره د ذهني روغتیا په برخه کې متخصصین ګوماري چې د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړي.

په مقاله کې همداراز ویل شوي چې د درملو لسه ټنه محموله له کابله اغېزمنو شویو ولایتونو ته لېږل شوې چې په راتلونکو درو میاشتو کې به تر ۳۶۰۰۰ کسانو د درملنې لپاره کافي وي.

وروسته یادونه شوې چې افغانستان اوس هم له هغو دوو هېوادونو یو دی چې په کې پولیو ناروغي لا شته.

د معلوماتو له مخې د خوړو نړیوال سازمان د پولیو د برخې کارکوونکي د زلزله ځپلو سره د مرستې په جریان کې وضعیت څاري چې انتقالېدونکي ناروغۍ زیاتې نه شي.

XS
SM
MD
LG