د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


د پکتیکا په ګيان کې د زلزلې له امله د نړېدلې ودانۍ انځور
د پکتیکا په ګيان کې د زلزلې له امله د نړېدلې ودانۍ انځور

ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو او خپرونو د افغانستان په لرې پروت جنوب ختیځ ولایت پکتیکا کې د وروستۍ مرګونې او ویجاړوونکې زلزلې زیانمنو ته د مرستو د رسېدو په څرنګوالي باندې مطالب خپاره کړي.

ډيجيټل ژورنال:

ډیجیټل ژورنال لیکلي، طالبانو ژمنه کړې چې د بشري مرستو په بهیر کې لاس نه وهي او اجازه به ورکوي چې مرستندویه بنسټونه خپل کار مخته یوسي.

په زلزله کې د زیانمنې پکتیکا اوسېدونکي سختو مرستو ته اړتیا لري او بشرپاله سازمانونو او ټولنو ته یې تمې دي.

ډیجیټل ژورنال لیکلي، پخوا بشري ټولنو شکایت کاوه چې طالب چارواکي مرستې هغو سیمې ته لېږي چې د دوی د جنګونو ملاتړ یې کاوه او د مرستو په وېش کې لاس وهي.

خو ډیجیټال ژورنال دا وار د پکتیکا د یوه سیمه ییز چارواکي په حواله لیکلي، چې که یونېسف وي یا ډبلیو اف پي/د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو بهیر به کې یې طالبان لاس نه وهي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د چهارشنبې په سهار په زلزله کې په پکتیکا کې له ۲۰۰۰ څخه زیاتې ودانۍ ویجاړې شوې او د مړو شمېر تر ۱۰۰۰ اوښتی دی طالبانو بیا د مړو شمېر ۱۱۵۰ تنه ښودلی. څه باندې یو نیم زر نور کسان ټپیان شوي.

سټار انډ سټرايپس:

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې هم په دې موضوع یوه مقاله لیکلې، چې زیانمنې او زلزله ځپلې پکتیکا ته هره ورځ طالب چارواکي ورځي خو هومره چې په کار ده د خلکو لاسنیوی نه شي کولای.

سټرایپس پکتیکا ته د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني د رسېدو په شېبو باندې تبصره کړې چې څنګه خلکو ورسره عکسونه اخیستل او د هغه تود هرکلی یې کاوه.

د سراج الدین په سورلۍ هیلیکوپټره کې هم د یونېسف د بشري مرستو ټاپه شوي صندوقونه وو چې سیمې ته ورسول شول.خو په سیمه کې د یوه مشر روغتیاپال په حواله سټرایپس لیکلي، چې د طالبانو مرکزي اداره د مرستو په وېش باندې ډېره نه ده برلاسې او دا چې یواځې لس فیصده مرستې کوي پاتې نور د بشرپاله نړیوالو سازمانونو کار دی.

سټرایپس لیکلي، د طالبانو عسکرو دا مشر ډاکتر ګوښې ته بوته او ورته یې ویل چې نور په دې اړه ونه غږېږي.

مېل انلاین:

مېل انلاین ورځپاڼې هم د پکتیکا د زلزلې په تړاو یوه مقاله خپره کړې، چې په کې راغلي وژونکې زلزلې بې وزلۍ ځپلو افغانانو ته یو نوی ګوزار ورکړ.

په مقاله کې راغلي، چې دې زلزلې تېره اوونۍ د افغانستان یوه تر ټولو وروسته پاتې او غریب مېشته سیمه وځپله.

د مېل انلاین په لیکنه د پکتیکا دا غرنۍ سیمه له ډېرو غریبو خلکو ډکه ده او له دې چې ځمکې نه لري خپل ګوزاره په پاکستان، ایران او یا نورو مُلکونو کې د مزدورۍ په ګټلو پیسو کوي.

مېل لیکلي، دې مرګونې زلزلې د همدغو خلکو سرپناوې ور ړنګې کړې او دوی کرۍ شپه نږدې ډاګونو او لرګیو کې تېره کړه.

XS
SM
MD
LG