د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

په افغانستان کې مېشت یو شمېر خبریالان له سختو مالي ستونزو سر ټکوي


ارشیف: د افغانستان ژورنالېستان
ارشیف: د افغانستان ژورنالېستان

په افغانستان کې میشت یو شمېر خبریالان له سختو مالي ستونزو سر ټکوي.

یار محمد له دوو کلنو راهیسې په کابل کې د یو خصوصي تلوېزیون خبریال دی.

هغه وايي، ډېری خبریالان له سختو مالي ستونزو سره مخ دي او دغې چارې یې په کارونو هم اغېز کړی.

نوموړي وویل: "یو وخت به همدغو خبریالانو فوق العاده معاش اخیسته تر څو له یوې میاشتې تر بلې میاشتې پورې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي، خو بدبختانه چې د نظام په سقوط سره وضعیت خراب شوی دی او دفترونه هغه ډول امکانات خبریالانو ته په لاس کې نه شي ورکولای چې هغوی خپل مشکلات پرې حل کړي."

د یار محمد په خبره، دغه ستونزې هغه مهال زیاتې شوي چې په افغانستان کې سیاسي بدلون راغی او ډېرو رسنیو خپل مالي ملاتړ له لاسه ورکړ.

بل افغان خبریال عمران دانش چې دی هم د یو خصوصي تلوېزیون خبریال دی له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خبریالانو پر وړاندې د مالي ستونزو مسئله جدي یادوي.

دی وايي، ځینې خبریالان د پخوا په پرتله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل: "افغان خبریالان اوسمهال په سخت بد حالت کې قرار لري. اکثره رسنیو په خپلو کارکوونکي له پنځسو نیولې تر اویا سلنه پورې خپل معاشونه کم کړل. ځینو رسنیو خپل خبریالان رخصت کړه او هغه ملاتړي بنسټونه چې د دوی په نوم کار کوي اکثره خپلو جېبونو ته کار کوي."

دغه اندېښنې په داسې حال کې دي چې د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې په خپل تویټر لیکلي چې د دې ټولنې مشر حجت الله مجددي د جمعې په ورځ ناوخته بروکسل ته په یو سفر کې هلته د اروپايي ټولنې له یو شمېر استازو سره لیدلي دي.

دغه ټولنې وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې مجددي د اروپايي ټولنې له دغو استازو سره په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د مالي او یو شمېر نور ستونزو د حل په موخه خبرې کړي.

د دې ټولنې په وینا، د اروپايي ټولنې استازو افغان لوري ته ددغه ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

سره د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د دغو لیدنو په اړه د حجت الله مجددي سره خبري وکړي او نور جزییات ترې واخلي، خو هغه په دې اړه اړیکې ځواب نه کړې.

له کلنه چې طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان واکمن شوي ډېری رسنیو خپل خبریالان د مالي امکاناتو د نشتون له امله ځواب کړي او ان ځینې یې تړلې شوي هم دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG