د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

په ننګرهار کې د یوې خصوصي رسنۍ د مسوول نیولو غبرګونونه پارولي


ارشیف
ارشیف

په ننګرهار کې د 'همیشه بهار' په نوم د یوې خصوصي رسنۍ مسوول اتل ستانکری د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، په وروستیو درېیو میاشتو کې په دې هېواد کې د خبریالانو د نیولو او ځورولو پېښې کمې شوي، تازه په ننګرهار کې د همیشه بهار په نوم د یوه خصوصي راډیو تلوېزیون مسوول اتل ستانکزی د یاد ولایت د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.

د اتل ستانکزي د کورنۍ دوه تنو غړو چې ویې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې په راپور کې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل، نوموړی تېره ورځ ظاهراً د یوه فېسبوکي پوسټ د وضاحت لپاره د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست ته غوښتل شوی او وروسته د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.

دوی وایي، هڅه یې کړې چې په دې اړه په ننګرهار کې د بېلابېلو ادارو سره اړیکې ونیسي خو تر دې دمه د یوه له لوري هم مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه په ننګرهار کې د طالب چارواکو نظر هم ولري، خو مسوولانو د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی د طالبانو له حکومت غواړي چې ستانکزی خوشې کړي.

ارشیف
ارشیف

د دې بنسټ مسوول ظریف کریمي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو حکومت دې د خبریالانو قضیې د خبریالانو د سرغړونو د څېړنو کمېسیون له لارې وڅېړي.

هغه وايي: "تېره ورځ موږ په ننګرهار کې د همیشه بهار راډیو تلوېزیون د مسوول اتل ستانکزي د نیولو شاهدان وو، له نیولو یې ۲۴ ساعته تېریږي، خو تر دې دمه د استخباراتو په بند کې دی. موږ له طالبانو غوښتنه کوو چې د خبریالانو قضیې دې د خبریالانو د سرغړونو د څېړنو د کمېسیون له لارې وڅېړل شي څو د قضیو د څېړلو په برخه کې بې طرفي رامنځته شي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په وروستیو څو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د کمېدو خبر ورکړی دی.

د دې کمېټې د تحقیق او تحلیل د برخې مسوول قدیم ویاړ ازادي راډیو ته وویل چې لامل یې د خبریالانو له لوري د ځانونو سانسورول او د بېلابېلو مسایلو په اړه د طالبانو د حکومت اصول منل دي.

ویاړ وویل: "د افغان خبریالانو نیونې چې د طالبانو د استخباراتو له لوري ترسره کېږي باید په اړه یې لومړني معلومات د رسنیو له ملاتړو بنسټونو سره شریک شي. بل په عمومي توګه په وروستیو درېیو میاشتو کې د خبریالانو د نیونې او ځورونې پېښې کمې شوي دي، خو لامل یې دا دی چې تر ډېره خبریالانو ځانونه سانسور کړي او دغه شان یې د خبرونو او خپرونو د برابرولو په برخه کې د طالبانو د حکومت غوښتنې منلي دي."

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسې په دې هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې تر بل هر وخت ستونزې زیاتې شوې دي.

خبریالان وایي، معلوماتو ته نه لاسرسی، د طالبانو د حکومت له لوري د بیان ازادۍ ته نه پام او وخت نا وخت د خبریالانو نیول وهل او ډبول هغه مشکلات دي چې د دوی کارونه یې له ځنډ او خنډ سره مخ کړي دي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ویاند تازه تېره ورځ رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې دوی د رسنیو فډارسیون له پلاوي سره په ګډه نږدې درې اوونۍ وړاندې د رسنیو او رسنیزو کارکوونکو د ستونزو د هواري په موخه په افغانستان کې له ځینو تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو لیدنه کړې.

خو د دغو لیدنو سره سره بیا لیدل کېږي چې لا هم د پلازمېنې په ګډول په بېلابېلو ولایتونو کې د خبریالانو د نیولو او ربړولو لړۍ روانه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG