د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

ملګرو ملتونو ته د ريچارډ بېنيټ راپور: د افغانستان وضعيت هيچا ته د منلو نه‌دی


ریچارډ بېنیټ - ارشيف
ریچارډ بېنیټ - ارشيف

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي له افغانستان څخه تر کتنې وروسته خپل راپور د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته تېره شپه وړاندې کړ.

ریچارډ بېنیټ په افغانستان کې د نجونو او ښځو، اقلیتونو، مدني فعالانو او خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې دا وضعیت د هیچا لپاره د منلو نه‌دی.

نوموړي وويل: "په عمومي ډول د بشري حقونو له پلوه، وضعیت د خرابېدو پر لور درومي، په ځانګړي توګه افغانستان په ټوله نړۍ کې، تقریبا د نجونو او ښځو لپاره تر ګردو بد هېواد دی."

په پرونۍ غونډه کې د چین او روسیې له استازیو پرته د نورو ټولو هغو هېوادو استازیو چې خبرې کولې تر شپږم ټولګي ور پورته یې د نجونو د مکتبونو د پرانیستو غوښتنه کوله.

ریچارډ بېنیټ وویل چې د دې ښوونځیو د بندېدو لپاره هیڅ ډول دیني توجه نه‌شته او دا د منلو نه‌ده چې تر څلور سوه ورځو ډېره موده دا ښوونځي بند وي.

د ملګرو ملتونو غونډه
د ملګرو ملتونو غونډه

ښاغلي بېنیټ په خپلو خبرو کې د لږکیو وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل، پر اقلیتونو د بریدونو په مخنیوي کې طالبان پاتې راغلې دي.

په ملګرو ملتو کې د افغانستان د مخلوع حکومت استازي نصیر احمد فایق بیا وړاندیز وکړ چې د طالبانو له لوري د وژنو او شکنجه کولو په برخه کې باید پراخ تحقیقات وشي.

ښاغلي فايق وويل: "د غچ اخیستو په خاطر قتلونه، تشدد، غیر انساني چلند، د پخوانیو امنیتي ځواکونو، د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو او اعتراض کوونکو نیول له نړیوالو بشري حقونو څخه پراخه سرغړونه ده."

طالبان په پنجشېر کې د ریچارډ بېنیټ له موندنو سره موافق نه‌دي.

نصیر احمد فایق د بشري حقونو د خپلواکو تحقیقاتو او په پنجشېر کې د اسیرانو د احتمالي وژلو په تړاو یو شمېر سوالونه له ښاغلي بېنیټ څخه وکړل خو هغه دا سوالونه ځواب نه‌کړل او د غونډې وخت خلاص شو.

په خپله بېنيټ د راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، داسې کره اسناد شته چې د هغو له مخې طالبانو په پنجشېر کې په غیرقانوني ډول جنګي اسیران وژلي دي.

ده په دې برخه کې او د بښنې د نړیوال سازمان د پروسږ کال د راپور له ادعا سره سم د پخوانیو امنیتي ځواکونو د نیولو او وژلو په تړاو د مستقلو تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

طالبان په پنجشېر کې د ریچارډ بېنیټ له موندنو سره موافق نه‌دي.

د دوی د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وایي، که چېرته داسې څه شوي وي تحقیق به یې وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتو د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت د تلې په پنځلسمه د یوه کال په مخه تمدید شو.

ده وویل چې د افغانستان د دې وروستي سفر پر مهال یې د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستیال، د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست او یو شمېر نورو چارواکو سره وکتل خو د طالبانو له مشر ملا هبت اله اخندزاده سره یې نه‌دي کتلي.

د طالبانو حکومت که څه هم په مستقیم ډول د ریچارد بېنیټ د راپور یادونه نه‌ده کړې، خو دوی د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د یو شمېر څیړونکو بنسټونو پر تګلارو نیوکه کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بشري حقونو او بشري وضعیت د څار لپاره ګمارل شویو ادارو او اشخاصو ته يې د بې پرې موندنو شرایط برابر کړي دي.

دوی په یوه اعلامیه کې نیوکه کړې چې د همکارۍ له دغې روحیې سره سره بیا هم ځینې اشخاص د واقعیت موندنې د علمي تګلارو خلاف د اوازو او مجازي سرچینو په استناد راپورونه جوړوي او د حاکم نظام پر ضد یې کاروي.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې بشري حقونو ته په وینا او عمل کې ژمن دي.

XS
SM
MD
LG