د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۲

شمال کې نښتې؛ مقاومت جبهې او طالبانو بیا یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو اړولو ادعا وکړه


ارشیف: په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي
ارشیف: په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي

په بدخشان او تخار کې طالبان او د د ملي مقاومت جبهه یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي.

بدخشان یو له هغو ولایتونو دی چې په دې وروستیو کې په کې د طالبانو او ملي مقاومت جبهې ترمنځ نښتو زور اخیستی.

په دې جګړه کې دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي.

په سیمه کې یوې سرچینې د خپل نوم نه ښودلو او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، جګړه لس ورځې وړاندې وروسته تر دې پیل شوه چې طالبانو د ارغنجخواه او دروازها ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې د ملي مقاومت جبهې پر ضد عملیات پیل کړل.

د بدخشان د اطلاعاتو و فرهنګ رییس معزالدین احمدي ازادي راډیو ته وویل، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په دې عملیاتو کې د ده په اصطلاح ۳۸ بغاوت کوونکي وژل شوي او ۷۸ نور اسیران شوي دي.

دی وايي، په وژل شویو کې دوه مهم قوماندان عبدالحمید او سید بحرالدین هم شامل دي.

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

خو د ملي مقاومت جبهې یو غړی چې په سیمه کې دی او نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته دا شمېرې رد کړې او زیاتوي، د دوی ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله د طالبانو په پرتله کمه ده.

دی که څه هم د خپلو دوو قوماندانانو وژل مني، خو پرته له دې چې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې دقیق ارقام ووايي، زیاتوي، دوی لسګونه طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.

د بدخشان اوسېدونکي او د چارو شنونکي فیض‌الدین غیاثي بیا ازادي راډیو ته وویل، دوی ته رسېدلي معلومات ښيي چې په دې نښتو کې ۶۹ طالبان وژل شوي دي.

ده ادعا وکړه چې په سیمه کې ملکي خلک هم له ملي مقاومت جبهې سره د تړاو په تور ځورول شوي او شکنجه شوي دي.

غیاثي زیاته کړه: "جګړې ته نږدې سیمه کې په خلکو فشار راوړل شوی، وهل ټکول شوي، ځورول شوي. دې سیمو کې خلک هم مرکز او یو شمېر نورو نږدې ځایونو ته پناه وړې ده."

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بیا ازادي راډیو سره خبرو کې دا ادعا رد کړه ویې ویل: "د افغانستان د اوسني نظام پر وړاندې چې هر څوک درېږي، مخالفت یې کوي او بغاوت یې پر وړاندې کوي، امنیتي ځواکونه به یې پر وړاندې درېږي."

هاخوا د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند تېره شپه ناوخته یوه خپره کړې خبرپاڼه کې، د طالبانو له‌خوا په بدخشان ولایت کې پیل شوي عملیات غندلي او دا یې د بشري حقونو ضد کړنه بللې.

په دې اعلامیه کې زیاته شوې، کومو کسانو چې هلته وسله پورته کړې، د اعلامیې پر بنسټ د خپل عزت او وطن د ساتلو لپاره یې دا کار کړی دی.

په ورته وخت کې د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي په تخار کې هم طالبانو د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي.

احمدي نن په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په تخار کې د دوی د ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۸ طالبان وژل شوي او ۶ یې ټپیان شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په تخار کې هم د سیمې له خلکو او ځايي طالب چارواکو سره خبرې وکړي، خو بریالي نه‌شو.

طالبانو هم په رسمي ډول په تخار کې د پیل شویو نښتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ملي مقاومت جبهې له دې وړاندې په سرپل، پروان، بغلان او پنجشېر ولایتونو کې له طالبانو سره مخامخ نښتې کړي او دواړو لوریو هغه مهال هم یو او بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG