د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير: افغانستان په چټکۍ د ترهګرو ډلو پر پټنځای بدلېدونکی دی


Sirojiddin Muhriddin
Sirojiddin Muhriddin

دا ځل د افغانستان یو بل ګاونډي تاجکستان د دې جغرافیې د امنیت په اړه خپله اندېښنه د ملګرو ملتونو په ۷۷یمه سرمشریزه کې شریکه کړه.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین پرون دې غونډې ته وویل، د افغانستان وضعیت د طالبانو له کنټرول وتلی او دا هېواد په چټکۍ سره د ترهګرو ډلو په پټن‌ځای بدلېږي، هغه ادعا چې طالبانو تل رد کړې ده.

نوموړي ويلي: "افغانستان په چټکۍ سره د ترهګرو ډلو په پټن‌ځای او د طالبانو د بنسټ‌پاله افکارو د خپرېدو په سیمه د بدلېدو په حال کې دی. سربېره پر دی موږ د داسې یو سیسټماټیک کار شاهدان یوو چې له مخې یې د منځنۍ اسیا هېوادونو د وګړو په ګډون بهرني جنګیالي د افغانستان شمال ته راوستل کېږي چې هدف یې زموږ پولو ته نږدې د تاوتریخوالي د یوې نوې څپې پیل دی."

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا نن ازادي راډیو ته وویل، دوی به اجازه ور نه‌کړي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکارول شي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

ښاغلي مجاهد وويل: "دا خبره موږ ردوو چې خدای مه کړه په افغانستان کې به کومه ترهګره ډله ځای نیسي او یا به د چا پر ضد د افغانستان خاوره کارول کېږي. موږ دا ډاډ ورکړی. د تاجکستان دا اندېښنه پر ځای نه‌ده. دوی باید په دې اړه بیا فکر وکړي او له نږدې خپل تشویش له موږ سره شریک کړي."

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې طالبان پر دې هم تورن کړل چې د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو اړوند یې په کور دننه د افغانانو، د سیمې هېوادونو او نړیوالو غوښتنې نه ‌دي منلي.

په ورته وخت کې د مقاومت جبهې هم د تلې په درېیمه یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې طالبانو د افغانستان شمال ته ۱۶ بهرنۍ ترهګرې ډلې لېږدولي.

خبرپاڼه لیکي، دوی ته دا معلومات یوې باخبره سرچینې ورکړي او زیاتوي، دا ترهګرې ډلې لومړی کابل او بیا بغلان، کندز او بدخشان ته لېږدول شوي دي.

د مقاومت په نوم جبهه چې اوس مهال د طالبانو پر ضد وسله‌وال فعاليت کوي.
د مقاومت په نوم جبهه چې اوس مهال د طالبانو پر ضد وسله‌وال فعاليت کوي.

په دې اړه مو هم د طالبانو ویاند وپوښت خو ښاغلي مجاهد دې پوښتنې ځواب نه‌کړې.

هم‌مهاله د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فرحان بن فیصل له طالبانو غوښتي چې اجازه ور نه‌کړي، څو افغانستان د ترهګرو ډلو په مرکز بدل شي.

ښاغلي فرحان پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وویل، د دې لپاره چې افغانستان د ترهګرو په مرکز بدل نه‌شي، د ټولو هېوادونو ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.

د جمعې په ورځ د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل، دوی او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ګواښونو له امله اندېښمن دي.

پاکستاني صدراعظم ادعا وکړه چې په افغانستان کې ځینې ترهګرې ډلې مېشتي دي او د ده په خبره، د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت یې باید پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

له کله چې د امریکا متحده‌ایالاتو جمهور رئیس جوبایډن په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري د وژل کېدو اعلان وکړ، له هماغه ورځې اندېښنې پر دې دي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ قرباني نه‌شي خو طالبانو تل نړیوالو ته ډاډ ورکړی چې دا کار به ونه‌شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG