د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

امريکايي چارواکي: له افغانستان د امريکا پر وړاندې ترهګريزو ګواښونو ته متوجې يو


د امريکا بيرغ
د امريکا بيرغ

د سپینۍ ماڼۍ چارواکي وایي، امریکا به له افغانستانه دغه هېواد او متحدینو ته یې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې محتاط وي.

طالبانو تازه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې خو وړاندې یې ویلي هيچاته به له افغانستانه د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو تحرکاتو او ګواښونو جوړولو اجازه ور نه‌کړي.

امریکا یو ځل بیا ټینګار کوي، چې له افغانستانه د دغه هېواد او متحدینو پر وړاندې یې د ګواښونو د مخنیوي موضوع څاري.

د سپینۍ ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر چې د سپټمبر په ۶مه نېټه ناوخته یوې خبري غونډې ته خبرې کولې ټینګار وکړ چې، دوی به پر طالبانو دا فشار هم راولي چې په افغانستان کې بشري حقونه مراعت کړي.

د سپینۍ ماڼۍ ویانده کرین ژان پییر
د سپینۍ ماڼۍ ویانده کرین ژان پییر

مېرمن پییر د بشري حقونو د رعایت د ټینګار تر څنګ پر طالبانو غږ وکړ چې، په افغانستان کې د تښتول شوي امریکایي وګړي مارک فریرکس د خوندي خلاصون لپاره دې بشري حقونه مراعت او اساسي ازادیو ته دې درناوی وکړي.

"موږ به د خپلو افغان متحدینو د ځای پر ځای کولو هڅو ته لومړیتوب ورکوو"

نوموړې وويل: "موږ به د متحده ایالاتو یا زموږ متحدینو ته د هر ډول ترهګریزو ګواښونو په وړاندې محتاط پاتې شو، هغه شان چې موږ په دې وروستیو کې د جولای په میاشت کې ښودلې، لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، موږ د القاعدې مشر وواژه، متحده ایالاتو ته به د خپلو افغان متحدینو انتقال جاري ساتو ځکه چې له هغوی سره زموږ ژمنې تلپاتې دي، نو موږ به پر طالبانو فشار ته دوام ورکړو چې د مارک فریکس په خوندي خلاصون او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته درناوی وکړي."

امریکایي مارک فریریکس دوه کاله مخکې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳۱مه په کابل کې تښتول شوی و او باور دا دی چې په تښتولو کې یې د حقاني شبکې لاس و.

هڅه مو وکړه د سپینې ماڼۍ د ویاندې په اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وړاندې د امریکا چارواکو د ورته څرګندونو په اړه یې ویلي و چې، دوی به هيچاته له افغانستانه د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو اجازه ور نه‌کړي.

دغه راز مجاهد د ښځو او نجونو د حقونو په اړه یې ویلي، د اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ په رڼا کې یې د دوی حقونو خوندي کولو ته ژمن دي.

امریکا داسې مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جدي پام خبره کوي، چې د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن د اګسټ پر دویمه نېټه اعلان وکړ چې د تېرې جولای میاشت په ۳۱مه نېټه یې د پلازمېنې کابل شېرپور سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري وواژه.

هغه پېښه چې لا یې هم طالبان نه تأیید او نه یې هم ردوي.

طالبانو ویلي دوی په کابل کې د ایمن الظواهري له اوسېدو خبر نه و او تر اوسه یې هلته د برید په سیمه کې کوم جسد نه‌دی موندلی.

د ایمن الظواهري وژل کېدو وروسته له افغانستانه احتمالي ترهګریزو ګواښونو د امریکا په ګډون د اکثرو هېوادونو اندېښنې راپارولي دي.

هغه کور چې د جولای په ۳۱مه نېټه په‌کې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري ووژل شو.
هغه کور چې د جولای په ۳۱مه نېټه په‌کې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري ووژل شو.

بل‌خوا پرون سه شنبه د سپټمبر په ۶مه نېټه د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا له ګومارل شوي کمېسیون څخه غوښتي چې، د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه دې د امریکا د حکومت کړې ژمنې وڅېړي.

ياد سازمان ويلي دا دې معلومه شي چې، اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره متحده ایالات څه کولای شي.

طالبانو له یو کال له زیاتې مودې واکمنۍ راهیسې افغان ښځې له کار کولو منع او له شپږم ټولګیو پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

XS
SM
MD
LG