د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

د بشري حقونو د څار سازمان: امريکا دې افغان ښځو او نجونو سره خپلې ژمنې عملي کړي


يو شمېر معترضې مېرمنې
يو شمېر معترضې مېرمنې

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا له ګومارل شوي کمېسیون څخه غوښتي چې، د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه دې د امریکا د حکومت کړې ژمنې وڅېړي.

ياد سازمان ويلي دا دې معلومه شي چې، اوس د طالبانو تر واکنمۍ لاندې د افغان ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره متحده ایالات څه کولای شي.

د دې سازمان د ښځو د چارو مسؤلې هیدربار ویلي، امریکایي مشرانو تل په دې ټینګار کړی و چې، همېشه به د افغان ښځو او نجونو د حقونو دفاع کوي او هغوی به هیڅکله هم یوازې پرې‌نږي خو افغان ښځې او نجونې چې ورته د ښې راتلونکې هیلې ورکړل شوې وې، د طالبانو له څه باندې یوې کلنې واکمنۍ سره هغه ټولې مړاوې شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مسؤلې هیدر بار په یوه راپور کې چې پرون سې شنبې د دې سازمان پر وېب‌پاڼه خپور شوی ویلي، یوه ستونزه چې دغه کمېسیون یې لري دا ده چې ۱۴ نارینه او دوه ښځینه غړي یې د ښځو د حقونو په برخه کې هیڅ تخصص نه‌لري او هیڅ غړی یې هم افغان نه‌دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مسوله هیدربار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مسوله هیدربار

دغه کمېسیون چې د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې ټاکل شوی، هغه مهمې ستراتیژیکي، ډیپلوماتیکي او عملیاتي پرېکړې ارزوي چې په افغانستان کې شوي او هم دنده لري چې د امریکا د دغې نږدې شل کلنې جګړې له زده کړو او سپارښتنو په راتلونکې کې کار واخلي.

دغه کمېسیون اوس په کار پیل کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان وایي، دې ته په پام چې د امریکا د متحدو ایالتونو مشرانو پر له‌پسې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان مېرمنو او نجونو کړو ته په اشاره په افغانستان کې جګړه توجیه کوله، دا خواشینونکې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مسؤلې هیدر بار د امریکا د هغه وخت د ولسمشر جورج ډبلیو بوش چې په افغانستان کې یې جګړې پیلېدو ته امر ورکړ د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي و، په افغانستان کې ښځې او ماشومان کافي کړیدلي او دغه ستر ملت به چې اشاره یې امریکا ته وه، سخت کار وکړي چې هغوی ته هیلې ورکړي.

د هغه مېرمنې لورا بوش ویلي و، د طالبانو په وړاندې جګړه د ښځو د حقونو او د وقار لپاره جګړه وه.

د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینتن په ۲۰۱۰ کال د افغان ښځو یوې ډلې ته ویلي و چې، موږ به تاسو یوازې پرې‌نږدو، موږ به له تاسو سره تل ودریږو.

مېرمن کلینتن په دې کال ژمنه کړې وه چې د افغان ښځو حقونه به له طالبانو سره یوه جوړ جاړي ته د رسېدو قرباني نه‌شي.

په ۲۰۱۱ کې هيلري کلنټن له افغان مېرمنو سره
په ۲۰۱۱ کې هيلري کلنټن له افغان مېرمنو سره

هیدر بار وایي، له دې سره سره طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته له رسېدو سره سم لومړنی اقدام چې وکړ، د امریکا په مرسته جوړ شوی د جنسیتي تاوتریخوالي د مخنیوي سیسټم یې له مینځه یووړ.

د نوموړې په خبره د کابل له سقوط یو کال وروسته د هغو افغان نجونو او ښځو خوبونه چې دوی یې لیدو ته تشویق شوې وې، په اوبو لاهو شوي دي.

طالبانو نجونې له ثانوي زده کړو منع کړې او ښځې یې هم له کار کولو او د ورځې په تېرېدو یې یې ژوند لا تریخ کېږي.

د ازاد تګ راتګ، ټولنو او د بیان د ازادۍ په برخو کې د ښڅو او نجونو حقونه سخت محدود شوي خو د دې ټولو خلاف متحده ایالاتونو د هغو افغانانو پر تخلیې تمرکز کړی چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی او د ښځینه فعالانو په ګډون یې ښځې، یوازې پرېښي دي.

د امریکا د مهاجرت د ځانګړو ویزیو په سلو کې یوازې له اوو نه ترلسو پورې یې ښځې دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي له تېر يو کال راهيسې تړل شوي دي.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي له تېر يو کال راهيسې تړل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مسؤله هیدربار وایي، د افغانستان د جګړې په اړه ګومارل شوي کمېسیون ته پکار ده چې د افغان ښځو په اړه د امریکا مسؤلیتونه په دقت وڅېړي او دا مسله یقیني کړي چې د دې کار لپاره متخصصین لري.

نوموړې دغه راز ویلي، کمېسیون باید دا ډاډ حاصل کړي چې د پرسونل په ترکیب کې یې د افغان ښځو په شمول با تجربه متخصصین شامل وي.

د نوموړې په خبره دا ډېره مهمه ده، دا کمېسیون چې د افغان ښځو په اړه د امریکا د حکومت ژمنې ارزوي او ناکامي یې مستند کوي، باید دا هم په ګوته کړي چې په څه ډول کېدای شي هغوی چې د طالبانو تر ظالمانه واکمنۍ لاندې ژوند کوي، خوندي شي یا له هغو سره چې بهرته په تېښته بریالۍ شوي، مرسته وشي.

XS
SM
MD
LG