د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

افغان مېرمنې: د طالب مشرانو پر سفر دې د لګېدلي بندیز موده وغځول شي


ارشیف: قطر ته د طالبانو د تللي پلاوي یو انځور
ارشیف: قطر ته د طالبانو د تللي پلاوي یو انځور

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو له لوري د طالب مشرانو د سفر د محدودیتونو معافیت وخت په ختمېدو دی، یو شمېر افغان ښځې او ښځینه زده کوونکې له ملګرو ملتونو غواړي چې دا معافیت دې لغوه کړي.

د طالبانو د حکومت د یو شمېر مشرانو د سفرونو په اړه د ملګرو ملتونو له لوري د بندیزونو معافیت نن جمعه د اګست په ۱۹ پای ته رسېږي، او ټاکل شوې چې سبا شنبه د اګسټ پر ۲۰مه نېټه امنیت شورا په دې اړه بحثونه وکړي چې ایا دا موده وغځوي او که خپله پرېکړه لغوه کړي.

د افغان ښځو د حقونو ځینې فعالانې له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي چې دوی دې طالبانو د سفر بندیزونو د معافیت پرېکړه لغوه کړي.

له دې ډلې د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړې او د افغان ښځو د حقونو فعاله صایمه خوږیاڼۍ وایي، طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د خپلې تېرې یو کلنې واکمنۍ پر ترڅ کې یې پر افغان ښځو او نجونو زیات بندیزونه لګولي دي.

هغې وویل: "که چېرې طالبانو د افغان ښځو په اړه او د دی حقونو په اړه بیا غور کوي چې حقونه یې تامین کړي بیا نو دوی (ملګري ملتونه) کولای شي تعامل ورسره وکړي، که نه پرته له لکه هغې څنګه چې طالبانو پر افغان ښځو بندیزونه لګولي له خپلو اساسي حقونو یې محرومې کړي نو ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه دې هم په دې خپل محدودیتونه وغځوي."

بلخوا د افغان معترضو ښځو ډلې غړې او د ښځو د حقونو فعاله راضیه بارکزۍ وایي، که ملګري ملتونه دا معافیت وغځوي د افغان ولس په حق کې به جفا وکړي.

بارکزۍ وویل: "دا چې د دوی د سفرونو معافیت وغځول شي دا به د افغانستان د خلکو په حق جفا وي. د دوی پر سفرونو د بندیزونو تر څنګ باید د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو ترهګرې ډلې پر چارواکو نور محدودیته هم ولګول شي.

د ملګرو ملتونو له خوا د طالبانو ۱۵ تنه چارواکو ته د خبرو په خاطر بهر ته د سفر کولو اجازه ورکړل شوې وه، خو د جون په ۲۰مه دغه سازمان وویل چې د طالبانو د دوو چارواکو د پوهنې وزارت مرستیال سید احمد شهیدخېل او د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني د سفر اجازه لغوه شوې او د پاتې ۱۳ کسانو موده د دوو میاشتو په مخه غځول شوې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني

خو د طالبانو د حکومت چارواکي د دې معافیت ختمول د ستونزو د حل لار نه بولي.

د دې سازمان لپاره د طالبانو د حکومت نومول شوی دایمې استازي سهیل شاهین چې د ملګرو له لوري لا نه دی منل شوی ازادي راډیو ته په یو پیغام کې لیکلي: "دغه سفرونه د خبرو له لارې د مسایلو د حل او تفاهم لپاره ترسره کېږي او د دیپلوماسۍ لاره باید بنده نه شي. دا دټولو په تاوان ده. مسایل په فشار نه حل کېږي اما په خبرو او تفاهم یې امکان د حل زیات دی."

خو له شپږم ټولګیو پورته یو شمېر ښځینه زده کوونکې چې د لسم او دولسم ټولګي زده کوونکي دي او نه امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې نوم او غږ خپور شي ازادي راډیو سره یې خبرو کې له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې د طالبانو د سفرونو د معافیت له پرېکړې وړاندې دې د دوی د ښوونځیو برخلک پرې روښانه او یقیني کړي.

د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو د حق د نه ورکولو په خاطر نړیواله ټولنه غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي له همدې کبله د بشري حقونو ځینو ټولنو له امنیت شورا غوښتنه کړې چې د طالب مشرانو د سفر معافیت تمدید نه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG