د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

نړیوال سازمانونه: د الهې د استوګنځي او خوندیتوب څرنګوالي په اړه دې پوښتنه وشي


ارشیف
ارشیف

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په یو بیان کې چې د پنجشنبې په ناوخته خپور شوی، له ملګرو ملتونو او په کابل له بهرنیو ډیپلوماتانو غوښتي چې چې د الهې دلاورزۍ د استوګنځي او خوندیتوب د څرنګوالي په اړه پوښتنه وکړي.

په دې سازمان کې د ښځو د حقونو د څانګې مسوولې هیدر بار په دې اړه د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "موږ پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د بشر د حقونو د شورا په راتلونکي ناسته کې چې د سپټمبر په پیلېږي، د یو پیاوړي لارښود لپاره دې هڅې وکړي تر څو په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض پېښې وڅېړي او په دې اړه د حساب ورکوونې په هکله دې ځان ډاډمن کړي."

په دې خبرپاڼه کې دا هم راغلي: "د طالبانو له لوري دا ډول اقدامات ترسره کول د حیرانتیا خبره نه ده، چې په بې غمه توګه څوک اجباري نکاح ته مجبور کړي او بیا جنسي تېری پرې وکړي او د غچ اخیستنې لپاره بیا د هغې له اجازې پرته ویډیو ورنه واخلي."

په دې بیان کې دا هم راغلي چې له ۲۰۲۱ م کال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې جوړښتونه یې له منځه وړي دي.

طالبانو په دې اړه تازه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې دا د قاري سعید خوستي پر وړاندې دسیسه بللې وه.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په دې اعلامیه کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د نسبتاً یوه ستره کاري ډله دې د افغانستان د بشري حقونو د نقص د څېړلو لپاره وګماري.

له دې سره د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "هغه پېښه چې الهې سره شوې او هغه ادعاګانې چې الهې مطرح کړي، خورا جدي دي. د بشري حقونو د نقض جدي موارد دي او باید ستر مسوولیت رامنځته کړي د هغو کسانو لپاره چې ناقضین یې دي."

شهرزاد اکبر
شهرزاد اکبر

په ورته وخت کې د افغان معترضو ښځو د دلې یوه غړې او د ښځو د حقونو فعالې هدا خموش ازادي راډیو سره خبرو کې وویل که دا ډول تاوتریخوالی پای ته ونه رسول شي، ډېرې نورې ښځې به هم زیانمنې کړي.

خموش وویل: "که دغه ډول تېري او تاوتریخوالي پای ته ونه رسول شي او عملي کار پرې ونه شي د هغو جنایاتو لپاره چې طالبان یې پر ښځو کوي، د ښځو برخلیک به سنګسار او د حجر عصر ته واوړي."

په هغه ویډيو چې درې ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو خپره او په پراخه کچه وغندل شوه په کې یوه جینۍ چې خپل نوم الهه ښيي وايي، چې د کابل د معالجوي طب محصله ده او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په پخواني ویاند سعید خوستي تور پورې کوي، چې په زور او جبر يې ورسره نکاح کړې او وروسته يې سخته شکنجه کړې ده.

خو سعید خوستي په یو ټوېت کې له الهې سره واده منلي خو د شکنجې او وهلو ډبولو ادعاګانې یې رد کړي.

خوستي لیکلي دي چې شپږ میاشتې وړاندې يې د الهې په نوم یوې نجلۍ سره د هغې په غوښتنه واده وکړ، خو وروسته د عقیدوي ستونزو له امله يې طلاقه کړه.

XS
SM
MD
LG