د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

پر 'قاري سعيد خوستي' په زوره د نکاح ادعا؛ د خلکو غبرګونونه يې پارولي


د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند قاري سعید خوستي
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند قاري سعید خوستي

په ټولنیزو رسنیو کې د الهې په نوم د یوې مېرمنې ویډیو په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي دي.

په دې ویډيو کې ادعا شوې چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند قاري سعید خوستي ورسره په زور نکاح کړې او دا يې په جنسي لحاظ زورولې او سخته شکنجه کړې ده.

د بشر حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسولې هیدربار دغه ویډيو ټکان ورکونکې بللې ده.

خو سعید خوستي پر خپل ټویټر لیکلي دي، چې د الهې په نوم له یوې مېرمنې سره يې شپږ میاشتې مخکې د هغې په غوښتنه واده وکړ، چې وروسته یې په خبره، د ځینو ستونزو له امله نکاح لغوه شوه.

په ویډیو کې یوه جینۍ چې خپل نوم الهه ښايي وايي، چې د کابل د معالجوي طب محصله ده او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په پخواني ویاند سعید خوستي تور پورې کوي، چې په زور اوجبر يې ورسره نکاح کړې او وروسته يې سخته شکنجه کړې ده.

الهه ادعا کوي چې د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت د یو جنرال لور ده، او د قاري سعید خوستي له لوري په جنسي ډول سخته شکنجه شوې ده.

"زه يې ډېره ووهلم، په ما يې جنسي تېری وکړو، له ما یې ویډيو وکړه او قاري سعید خوستي يې د خپرولو ګواښ راته وکړو"

نوموړې ويلي: "زه هیڅ نه پوهېدم څه وکم، زه يې ډېرو سختو کارونو ته اړه کړم، هره شپه يې پر ما جنسي تېری کاوه، هره شپه يې وهلم، وروسته زه لاړم تورخم ته، په کميسارۍ کې په کوم ځای کې چې پاسپورت ټاپه کېږي، راته يې وویل چې منتظره شه، وروسته مې چې پام شو، یوه بل ته اشاره وکړه او زه يې ونیولم او کمیسارۍ ته يې راوستم، راته وویل شول، چې چینار ټکور دوی ته زنګ وهلی دی."

په دې ویډيو کې د الهه نومې له خوا ادعا شوې، چې د ویډيو له خپرولو وروسته ښايي د طالبانو له لوري ووژل شي خو ویلي یې دي: "له سل ځل وژل کېدو دا ښه ده چې یو وار ووژل شي."

په ټولنیزو رسنیو کې هم‌مهاله څو نوروې ویدوګانې هم نشر شوي، په یوې دغه ویډیو کې چې ادعا کېږي دا مېرمن هم الهه ده، په قاري سعید خوستي پسې یې بېل‌چه را اخیستي او ورته وايې چې زما له کوره ووځه.

دا لا معلومه نه ده چې دا ویډيوګانې کله ثبت شوي خو په ټولینزو رسنیو او د بشر حقونو د یو شمېر نړیوالو بنسټونو غبرګونونه يې راپارولي دي.

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي دي، چې دغه ویډيوګانې ټکان ورکونکې دي او په افغانستان کې يې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې د خلکو پام ځانته راوړلی دی.

د دې سازمان د ښځو د برخې مسولې هیدربار ازادي راډيو ته وویل: "بدبختانه دا ټکي برجسته کوي، چې موږ څومره نه‌پوهېږو چې د تاوتریخوالي دا ډولونه څومره پراخ دي، خو په یو څه چې پوهېږو هغه دا، کله د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی کېږي، له بشپړ معافیت سره کېږي."

د بشر حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوله هیدربار
د بشر حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوله هیدربار

اغلې بار ویلي دي، طالبانو د ښځو د وزارت په ګډون د مېرمنو د حقونو د دفاع ټول بنسټونه له منځه وړي او اوس مهال ښايي په دې هېواد کې د ښځو په وړاندې په پراخه کچه تاوتریخوالی موجود وي، ځکه د مېرمن بار په خبره زیات شمېر افغان مېرمنې نه‌غواړي چې پر دوی د شوي تاوتریخوالي په اړه وغږیږي.

د دې ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو ټویټر او فېسبوک کې هم ګڼو افغانانو په دې اړه لیکل کړي دي او د طالبانو له حکومت يې غوښتنه کړې ده چې باید سلامت او ملامت معلوم او سزا ورکړل شي.

که څه هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌دي ویلي او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند قاري سعید خوستي هم زموږ اړیکې ځواب نه کړې خو نوموړي پر خپل ټویټر په دې اړه وضاحتي لیک خپور کړی دی.

نوموړي لیکلي دي چې، شپږ میاشتې وړاندې يې د الهه په نوم یوې نجلۍ سره د هغې په غوښتنه واده وکړ خو ده ادعا کړې چې وروسته يې ولیدل چې الهه د عقیدې ستونزه لري.

د ښاغلي خوستي په دې وضاحتي لیکنه کې همداراز ادعا شوې چې، هڅه یې وکړه چې د نصیحت او بحث له لارې د مېرمن الهې عقاید سم شي خو په خبره يې پایله ورنه‌کړه او ان تر دې چې د الهې له لوري د قران کریم توهین وشو.

نوموړي لیکلي دي، له دې وروسته يې له خپل شرعي حقه استفاده وکړه او دواړه سره بېل شول.

ښاغلي خوستي دغه شان د الهې د وهلو او شکنجه کولو ادعا رد کړې ده خو ویلي دي چې په دې نکاح پښېمانه و.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ځینو مېرمنو له لوري د طالبانو له‌خوا د شکنجې وهلو او بندي کولو ادعا ګانې شوي، چې د طالبانو د حکومت له لوري رد شوي دي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو له یو کال زیات وخت تېرېږي، خو په دې ټوله موده کې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلي دي، دغه شان له مېرمنو د کار او له محرم پرته د سفر حق هم اخیستل شوی دی.

که څه هم د طالبانو د حکومت دغه بندیزونو په نړیواله کچه پراخه غبرګونونه راپارولي دي خو تر دې دمه يې پایله نه‌ده ورکړي.

XS
SM
MD
LG