د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

کابل کې د 'ښځې' په نوم کتابتون پرانیستل شو


د ښځې یا زن په نوم دغه کتابوتون د کابل په پل سرخ سیمه کې پرانیستل شوی.
د ښځې یا زن په نوم دغه کتابوتون د کابل په پل سرخ سیمه کې پرانیستل شوی.

په کابل کې د افغانستان د خود جوشه ښځو غورځنګ د ښځې یا زن په نوم کتابتون پرانیست.

د 'زن' په نوم کتابتون چې څه باندې دوه زره ټوکه بېلابېل کتابونه لري، د چهارشنبې په ورځ د کابل په پل سرخ سیمه کې پرانیستل شو.

دغه کتابتون د افغان خود جـوشه ښځو د غورځنګ په نوښت پرانیستل شو، چې ښځې او نجونې کولای شي په وړيا توګه ترې ګټه واخلي.

د افغان معترضه ښځو د خود جوش غورځنګ مشرې جولیا پارسي د دغه کتابتون او کتاب پلورنځي د پرانیستلو د هدف په اړه ازادي راډيو ته وویل : "موږ دلته دوه موخې لرو، لومړی دا چې دا کتاب پلورنځی مو د هغو نجونو لپاره جوړ کړی، چې له ښوونځي څخه پاتې دي او هغه مېرمنې چې پخوا به یې ټولنیز او فرهنګي فعالیتونه کول او اوس هر څه د دوی پر مخ تړل شوي دي، دلته به راځي او خپلې تجربې به سره شریکوي. زموږ دوهم هدف دا دی چې طالبان پوه کړو چې دوی هیڅکله ښځې له ټولنې څخه نه شي حذفولی."

مېرمن پارسي وويل، چې دوى له دې وړاندې هم د کتابونو د راټولولو کمپاين پيل کړى و او په دغه کتابتون کې شته کتابونه يې د يو شمېر کسانو له خوا چې نارينه او ښځينه دواړه په کې شامل دي، ورکړل شوي دي.

د افغان معترضو ښځو د مسوولانو په وينا، په زن کتابتون کې د شعر، ناول او د اسلامي، سياسي او حقوقي موضوعاتو په برخه کې بېلابېل کتابونه شامل دي.

د ښځې یا زن کتابون یوه څنډه
د ښځې یا زن کتابون یوه څنډه

په کابل کې د دغه کتابتون او کتاب پلورنځي پرانیستل د یو شمېر هغو نجونو له خوا چې له زده کړو بې برخې دي، هرکلی شوی دی.

یوې محصلې فریبا ازادي راډيو ته وویل: "زه له دې حقیقت څخه ډېره متاثره شوی یم چې ښوونځي زموږ پر مخ بند شوي دي، خو دا ډېر ښه دی چې کتابتونونه جوړوي. دا له موږ سره مرسته کوي، چې دا ډول کتابتونونو ته ورشو او خپله د پوهې کچه لوړه کړو."

یوې بلې محصلې معصومې وویل: "زه هیله لرم چې دا ډول فعالیتونه زیات شي او د هېواد په هر ګوټ کې کتابتونونه پرانیستل شي څو نجونې او مېرمنې ترې ګټه پورته کړي."

که څه هم دغه کتابتون د ښځو او نجونو لپاره ځانګړی دی، خو د دغه کتابتون مسوولان وايي چې د نارینه وو لپاره هم په کې خنډ نه شته.

په افغانستان کې د طالبانو تر بيا ځلي واکمنۍ او تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پرمخ د ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو وروسته یو شمېر مدني فعالانو هڅه وکړه چې له زده کړو بې برخې نجونو او ښځو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د بېلګې په توګه د روان کال د غويي یا ثور په میاشت کې د قلم لار په نوم یوې رضاکاره موسسې په کندهار ولایت کې په تعلیمي موادو سمبال یو ګرځنده ښوونځی او کتابتون جوړ کړ.

کندهار کې په لومړي ځل ګرځنده ښوونځی او کتابتون جوړ شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

تر دې بيا وړاندې د فرشتې کریم په نوم یوې مېرمنې د تېر کال د لیندۍ یا قوس په میاشت کې له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته د سیار چهارمغز ګرځنده کتابتون بیا فعاله کړ.

دا کتابتون په ۲۰۱۸م کال کې په کابل ښار کې په یوه ښاري بس کې جوړ شوى و او شاوخوا ۶۰ سلنه کارکوونکي یې ښځې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG