د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

د افغان نجونو زده کړو په ملاتړ تازه کمپاین پیل شوی


په کابل کې د زرغونې لېسه
په کابل کې د زرغونې لېسه

ګڼو کسانو په ټولنیزو شبکو کې د نجونو د تعلیم په ملاتړ کمپاین پیل کړی او له طالبانو یې غوښتنه کړې، چې له ژمنې سره سم ټولو نجونو ته د تعلیم زمینه برابره کړي.

له پرون راهیسې په ټولنیزو شبکو کې خلکو «د نجونو ښوونځي پرانېزئ» په نوم کمپاین پیل کړی او له طالبانو یې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه.

په دغه کمپاین کې د عامو خلکو تر څنګ ګڼو سیاستوالو، فعالانو، د نجونو او ښځو د حقونو ملاتړو برخه اخیستې ده.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

پخواني ولسمشر حامد کرزي، پرون د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کړې، چې "نجونو او هلکانو ته د تعلیم د زمینې د برابرولو ترڅنگ له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي هم ژر تر ژره بېرته پیل کړي."

د نجونو د تعلیم په ملاتړ پیل شوي کمپاین یوه پیلوونکي د افغان ځوانانو د ټولنې مشر، عبدالقهار همت مو وپوښت چې دا کمپاین یې ولې پیل کړی دی.

هغه وویل: "ځکه نجونې د افغانستان د ۴۰ ملیونه نفوس تر نیمايي زیاته برخه ده، کله چې دا برخه فلج وي او ښوونځي ته نه ځي، څنګه به وکړای شو، چې لس کاله وروسته په افغانستان کې یوه ډاکټر، یوه متخصصه یا هم بله تعلیم یافته نجلۍ ولرو."

قلم لار ټولنه هم له کلونو راهیسې د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې د تعلیم د ودې لپاره کمپاین کوي.

د دې ټولنې مشر مطیع اله ویسا وايي، که په ټولنیزو شبکو کې کمپاینونه نتیجه ورنه کړي، ممکن لاریونونه وشي.

ویسا وویل: "د نجونو تعلیم د افغانانو انساني او اسلامي حق دی. دا موضوع په افغانانو پورې اړه لري او افغانان باید خپل غږ په خپله پورته کړي. اوس به اختر دغه غږ یو څه کم رنګه کړي، تر اختر وروسته به دغه ږغ نور هم پسې لوړېږي. که چېري ښوونځي خلاص نه شو، په دویم ګام کې به خلک لاریونونه کوي او راوځي به تر څو خپل حق ترلاسه کړي."

د طالبانو د پوهنې وزارت د نجونو د تعلیم په ملاتړ د پیل شوي کمپاین او د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د پرانیستو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو دغه وزارت مخکې ویلي وو، چې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستنې په اړه د دوی د مشرانو ترمنځ سلا مشورې روانې دي.

په کابل کې د طالبانو د عالمانو د شورا مشر فقیر اله فایق امریکا غږ ته په یوه مرکه کې ویلي: "ډېر ژر به د نجونو ښوونځي» پرانیستل شي."

ده ادعا وکړه چې د طالبانو مشر ملا هبت اله اخندزاده د "نجونو د ښوونځیو د پیلېدو مخالف" نه دی.

که څه هم طالبانو ژمنه کړې وه، چې د حمل میاشتې په لومړیو کې به ټولې نجونې وکړای شي ښوونځیو ته لاړې شي، خو د تعلیمي کال د پیل په لومړیو ساعتونو کې یې خپله پرېکړه بېرته واخیسته او لا هم نجونې نه شي کولای چې منځنیو ښوونځیو او لېسو ته لاړې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG