د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

هیدر بار: د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په اړه د طالبانو پر ژمنو باور نه شي کېدای


یو شمېر نجونې زده کوونکې
یو شمېر نجونې زده کوونکې

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، خو موده وروسته دا بندیز په محدودیت بدل شو.

اوس نجونې تر شپږ ټولګې په ټول افغانستان او تر دوولسم ټولګې په یو ډېر کم شمېر ولایتونو کې ښوونځیو ته د تګ اجازه لري.

اوس نجونې تر شپږم ټولګې په ډېری ولایتونو او تر دوولسم ټولګې په یو ډېر کم شمېر ولایتونو کې ښوونځیو ته د تګ اجازه لري، خو د طالبانو له‌ خوا د دې محدویت د پای ته رسولو د تکراري ژمنو سره-سره، نن ۴۵مه ورځ ده چې په ډېرو ولایتونو کې له شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځي لا هم بند دي.

فهیمه د طالبانو له واکمنۍ وړاندې هره ورځ ښوونځي ته تله. راتلونکې ته هیله‌منده او د یوه روښانه سبا په فکر یې د ښوونځي په دروازه پل کېښوده، خو اوس هغه دروازه د دې پر مخ تړلې ده.

وايي، ستړې شوې او ورځ تر بلې نهیلې کېږي: "اوس خپل راتلونکې ته ډېره اندېښمنه یم. ما هیله درلوده چې پوهنتون ته به بریالۍ شم، خو اوس نه پوهېږم چې ښوونځي به بېرته پیل شي او که نه."

د افغان نجونو دا اندېښنې په نړیواله کچه هم مطرح دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو دوام ته سخت غبرګون ښيي.

د بشر حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مشرې هېدربار
د بشر حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مشرې هېدربار

د دې سازمان د ښځو د برخې مشرې هېدربار ازادي راډیو ته وویل، د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په اړه د طالبانو په ژمنو باور نه شي کېدای: "طالبان وايي، د نجونو د ښوونځيو تړل يوه لنډمهاله مساله ده او ژر به پرانیستل شي، خو د دوى پردې څرګندونو باور نه‌شي کېداى او يوازې هغه څوک پرې باور کولاى شي چې پر طالبانو باور ولري. طالبان وايي چې د هلکانو او نجونو منځني ښوونځي دې سره جلا شي، خو څوک چې افغانستان پېژني، په دې پوهېږى چې د نجونو او هلکانو متوسطه ښوونځي له پخوا سره جلا و او دا يوه غلطه ادعا ده."

مېرمن بار وايي، په یو شمېر ولایتونو کې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل کېدو ته خوښه ده، خو دا د طالبان ابتکار نه دى، بلکې دا ښوونځي د خلکو د فشار له امله پرانستل شوي دي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې بیا د طالبانو له‌خوا د ښوونځیو د تړل کېدو دوام، د دوی د حقونو نقض بولي.

د ښځو د حقونو فعاله حلیمه پوپلزۍ یې په اړه وايي:​ "نجونې باید د زده‌کړو، کار کولو او د سیاسي مشارکت حق ولري. دا د هرې ټولنې د ښځو او نجونو حق دی چې هېڅوک یې هم ترې نه شي اخیستلای."

د بشري حقونو د څار سازمان له طالبانو غواړي چې په ټول افغانستان کې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي، هغه غوښتنه چې په کور دننه هم په ځلونو تکرار شوې.

د قلم لار ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا چې د ښوونځیو د پرانیستل کېدو کمپاین یې پیل کړی وايي، هر چېرې چې ځي، د ټولو همدا غوښتنه ده، طالبان دې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

د قلم لار ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا
د قلم لار ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا

دی وايي: ​ "ټول په کورونو کې خپه ناست او د یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د ټولو غوښتنه له طالبانو، نړیوالې ټولنې او موسساتو دا ده چې ژر تر ژره د نجونو پرمخ تړلي ښوونځي پرانیزي. "

طالبان بیا وايي، د نجونو له زده‌کړو سره ستونزه نه لري، خو د یوه پلان له مخې به دوی ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته ولاړې شي.

د طالبانو حکومت له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې د دې پلان خبره کوي، خو لا یې جزیات نه دي ورکړي چې دا پلان څه دی او څه ډول یې د عملي کېدو چارې روانې دي.

XS
SM
MD
LG