د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

افغان سینماګران: سینماوې تړل شوي او د پروډکشنونو کارونه په ټپه درېدلي


ارشیف: په پامیر سینما کې د لګېدلي یوه فلم انځور
ارشیف: په پامیر سینما کې د لګېدلي یوه فلم انځور

افغان سینماګران وايي، د طالبانو په یو کلنه واکمنۍ کې ټولې سینماوې تړل شوې او هغه پروډکشنونه او سینماګران چې په شخصي لګښت یې فلمونه جوړول، اوس د ډېرو کارونه په ټپه درېدلي دي.

سلیم شاهین چې د افغانستان د سینما لوبغاړی دی وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې یې هم په پټه فلمونه جوړول.

نوموړی چې اوس جرمني ته تللی، وايي سینماوې وتړل شوې او د طالبانو له لوري ټولو سینماګرانو ته وویل شول چې نجونې او ښځینه لوبغاړې باید په فلمونو کې نه وي.

شاهین وايي، دې محدودېتونو د فلم جوړولو او خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ ګټلو لارې پرې وتړلې، ځکه اړ شو چې وطن پرېږدي.

هغه زیاته کړه: "د سینما جنازه څه چې هډوکي یې هم خاورې شول. که همدا سیاست او چلند وي، فکر نه کوم چې نور دې څوک سینما ته لاړ شي. سینما کومېډي او تراژیدي غواړي، په سینما کې باید ښځه وي. که په فلم کې ښځه نه وي، هغه خلک نه ګوري او نتیجه هم نه ورکوي، نو زه اوس هم وایم چې سینما مړه شوې ده."

سلیم شاهین د طالبانو له حکومته غواړي، چې هنرمندانو ته ازادي ورکړي چې د ټولنې له ستونزو او شرایطو سره برابر فلمونه جوړ کړي او ستونزې دې ورته نه جوړوي.

د طالبانو حکومت د تېر ۱۴۰۰ کال د لړم میاشتې په ۳۰مه د یوه مکتوب په خپرولو سره له تلوېزیونونو وغوښتل، هغه ډرامې او تمثیلي ټوټې دې نه خپروي چې ښځو په کې رول لوبولی وي چې دا اشاره یې سینما ته هم متوجه وه.

خو د افغانستان د سینما مخکښه لوبغاړې یاسمین یارمل چې اوس په فرانسې کې ده، وايي سینما بې له ښځو نیمګړې ده.

یارمل وویل: "د ښځو نه موجودیت به ډېر منفي تاثیر وکړي. یوه کورنۍ د پلار، مور، لور او زوی په موجودېت کې تکمېلېږي، کله چې په سینما کې موږ رښتینی ژوند نندارې ته وړاندې کوو، ښکاره ده چې باید هلته ښځې هم وي. که چېرې ښځه په سینما کې کار نه کوي یا په فلم کې رول نه ورکول کېږي، فکر وکړئ چې هر څه نیمګړي دي."

له ټولو ستونزو او محدودیتونو سره هم ځینې افغان سینماګران د طالبانو د واکمنۍ په سیوري کې واړه فلمونه جوړوي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې خپروي، خو د سینما افغان لوبغاړی بصیر مجاهد د سینما د موجودیت لپاره دا کافي نه ګڼي.

بصیر مجاهد
بصیر مجاهد

مجاهد وايي: "هېڅوک اوس په افغانستان کې د سینما په برخه کې کار نه کوي. یوازې څو محدود کسان دي چې د خپلې بقا لپاره واړه فلمونه جوړوي. هغوی هم په ډېره وېره شوټېنګ ته ځي او له ستونزو سره مخ دي. هغوی له مجبوریته غواړي سینما ته یو څه وکړي، خو د څو وړو فلمونو په جوړولو سره موږ نه شو ویلی چې په افغانستان کې سینما لرو."

د اګست په ۱۵مه د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نورو افغانانو ترڅنګ د سینما ډېر لوبغاړي هم له هېواده ووتل او د سینما هغه ونه چې مخکې یې هم څانګې څه ناڅه وچې شوې وې، نوره هم کمزورې کړه.

طالبانو تازه په دې اړه څه نه دې ویلي خو په پیل کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و چې دوی سره ځنی سوژې شته چې د افغان فلم ریاست له خوا به فلمونه شي، خو تر اوسه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان فلم ریاست کوم تولید نندارې ته نه دی وړاندې شوی.

د یادونې ده، چې د محمد ظاهر شاه له پادشاهۍ رانیولې د ډاکتر نجیب الله د حکومت تر پایه سینما په افغانستان کې ډېر مینه وال درلودل خو جګړو او د حکومتونو محدودیتونو او نه پاملرنې د سینما د لوبغاړو په وینا دا صنعت د مرګ کومې ته برابر کړ.

XS
SM
MD
LG