د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

ځینې افغان فلم جوړونکي: نړیواله ټولنه دې د کار په دوام کې راسره مرسته وکړي


ارشیف
ارشیف

هغه افغان فلم جوړوونکي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته نه دي توانیدلي چې هېواد پریږدي د راتلونکي او د دوی د کار د برخلیک په اړه اندېښمن دي.

یو شمېر فلم جوړونکو د جمعې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د پاتې فلم جوړونکو سره مرسته وکړي.

د افغانستان د مستند فلم جوړونکو له ډلې سید ابوالفضل عبدالله په غونډه کې وویل چې د فلم جوړونکو سره مرستې چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې دوام درلود، بندې شوې او اوس د یو نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د ښاغلي عبدالله په وینا، طالبان ښځینه فلم جوړونکو ته اجازه نه ورکوي چې کار وکړي او که د دوی کار دوام هم ومومي، نیمګړی به وي: "هنرمندان او فلم جوړونکي نه شي کولی چې خپل هنري فعالیتونه وړاندې کړي او نه شي کولی چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. همدارنګه، ښځو د ادا کارۍ په بېلابېلو برخو کې کار کولو اجازه نشته."

یو افغان فلم جوړونکی اصغر خلیلي وايي چې فلم جوړونکو په تېرو دوو میاشتو کې څو ځله د جواز لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته مراجعه کړې، خو تر اوسه یې کوم جواز نه دی ترلاسه کړی.

د ښاغلي خلیلي په وینا فلم جوړونکي به ونه شي کولی د طالبانو له خوا د لګول شوي محدودیتونو له امله خپل کار ته دوام ورکړي: "موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو لکه څنګه چې دوی د تېرو شل کلونو راهیسې د ټولو فلم جوړونکو او زموږ ملاتړ یې کړی، اوس دې هم ټول فلم جوړونکي، هنرمندان، لوبغاړي او مستند فلم جوړونکي له پامه نه غورځوي."

دغه فلم جوړونکو په یوه اعلامیه کې وویل چې د اوسني حکومت له لوري د فلم جوړونکو فعالیتونه بندول، په دغه برخه کې د مېرمنو د کار کولو منع کول او هغه ګواښونه چې شتون لري، د هنرمندانو فعالیتونه به د پخوا په څېر نه وي.

دوی په نړیواله ټولنه او په افغانستان کې د سینما د هنر په بهرنیو تمویلوونکو باندې غږ کوي چې یا دې دوی ته د خپل کار د دوام زمینه مساعده کړي او یا دې هم له افغانستانه د هغوی په ایستلو کې مرسته وکړي.

د طالبانو حکومت د فلم جوړونکو او هنرمندانو د اندېښنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، مګر له هغه وخت راهیسې چې دا ډله په افغانستان کې واک ته رسېدلې، په رسنیو کې د ښځو شتون سخت محدود شوی او ان په ځینو رسنیو کې هېڅ کومه ښځینه فعالیت نه کوي.

همدارنګه، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د سینما او هنرمندانو د فعالیتونو په اړه هېڅ خبر نه و او په افغانستان کې هېڅ رسنۍ فعالیت نه کاوه، یوازې ملي ټلوېزیون وو کوم چې د طالبانو حکومت فعالیتونه او برنامې یې د محدود شمېر ساعتونو لپاره نشر کول.

په داسې حال کې، دا لا روښانه نه ده چې طالبان به دا ځل په افغانستان کې د سینما او هنري فعالیتونو سره څه ډول چلند کوي.

XS
SM
MD
LG