د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

د صحرا کریمی له لوري د "حوا، مریم، عایشې" په نوم جوړ شوي فلم د هیپاتایا جایزه وګټله


صحرا کریمي د جایزې اخیستو په مراسمو کې
صحرا کریمي د جایزې اخیستو په مراسمو کې

د صحرا کریمی له لوری د «حوا، مریم، عایشې» په نوم جوړ شوی فلم د ایټالیا په جینوا ښار کې د مخکښو ښځو په ویاړ جوړو شویو مراسمو کې ښه وځلېد.

اغلی کریمي ته د شنبې د ورځې په دغو مراسمو کې په افغانی ټولنه کې د مېرمنو د رول او حضور په اړه د له جوړو کړیو فلمونو د قدردانی په پار د «هیپاتایا» جایزه ورکړل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر فعالیت کلک محدودیتونه لګول شوي او په کور دننه د سینما په برخه کې د ښځو فعالیت نا ممکنه بریښي.

د ایټالیا په جینوا ښار کې د مخکښو ښځو په ویاړ جوړ شوي مراسم
د ایټالیا په جینوا ښار کې د مخکښو ښځو په ویاړ جوړ شوي مراسم

صحرا کریمی ازادي راډیو ته وویل، په دې مراسمو کې یي له نړیوالۍ ټولنې وغوښتل چې د ښځو اړوند د اعتراضونو ځپلو او دغه شان د ښځو د فعالیتونو د محدودېدو په وړاندې چوپه خوله پاتې نشي.

کریمي وويل:"د افغانستان او افغان مېرمنو په اړه باید خبرې اترې دوام ومومی او دا ټول سټېجونه موږ ته یو ښه فرصت دي چې خپل غږ اوچت کړو."

د صحرا کریمي په خبره د جایزې تر اخیستلو وروسته، د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه یو بحث هم وشو چې ګډونکونکو ښځو په کې له افغان ښځو په ځانګړي ډول له هغو معترضو ښځو پر ملاتړ ټینګار وکړ چې دا مهال ورکې دي.

صحرا کریمي د افغانستان د سینما یوه مطرحه څېره ده چې په (( حوا، مریم او عایشې)) فلم کې یې د درې افغان مېرمنو ژوند پر سینما او تلوېزیون نندارې ته وړاندې کړی دی.

د «هیپاتایا» جایزه
د «هیپاتایا» جایزه

حوا له دودیزې ټولنې یوه اغېزمنه مېرمن ده چې یوازینۍ هیله یې پر نس د ماشوم داره کېدل دي.

مریم بیا د تلوېزیون خبریاله ده، دا له خپل مېړه نه چې ورسره یې خیانت کړی د بېلتون په هڅه کې ده.

عایشه بیا هغه پیلغوتې ده چې د افغانستان په دودیزه ټولنه کې له خپل ملګري چې دا یې پرېښې ده امیندواره شوې.

افغانستان دا فلم د خپل استازي په توګه د ۲۰۲۰ زېږدیز کال اسکار ته غوره کړی و، دغه شان دا فلم په (( ونیز)) فېستیوال کې هم د سینما د برخې د کره کتونکو له هرکلي سره مخ شو.

افغان سیبنمايي لوبغاړي په ځانګړي ډول ښځې له دوه لسیزې سینمايي فعالیت وروسته د طالبانو په راتګ سره د دې هنر په برخه کې له کار کولو محرومې شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څه موده مخکې ویلي وه، چې افغان سیمناګران د شریعت په چوکاټ کې فعالیت کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې غلې کریمي وايي، هڅه کوي د ښځو په اړه د فلمونو په جوړولو سره افغان ښځو ته د نړۍ پام ور واړوي.

XS
SM
MD
LG