د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

هیل: امریکا د نفوذ او منابعو په لرلو باید د افغان مېرمنو غم وخوري


په کابل کې د معترضو افغان مېرمنو د لاریون یو انځور- May 26 2022
په کابل کې د معترضو افغان مېرمنو د لاریون یو انځور- May 26 2022

نیویارکر:

نیویارکر تر دې سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده: "د کابل له سقوط کال وروسته"

دا خپرونه لیکي، په عام ډول د کلیزو نمانځل په اوسنۍ سیاسي زمانه کې د تېر معنی ورکوي.

خپرونه بیا د امریکا په استازیو جرګې کې د جمهوري غوښتونکو راپور ته اشاره کوي چې د ستراتیژیکې ناکامۍ په نوم یې روانه میاشت خپور کړ.

په دې راپور کې پروسږکال له افغانستانه د پاتې امریکایي سرتېرو پر وتلو او له افغانستانه د تخلیې پر بهیر نیوکې شوې دي.

سپینې ماڼۍ دا راپور د یوه حزب وباله او څرګنده یې کړه چې د دې راپور هدف د خلکو تېر ایستل دي.

نیویارکر لیکي، که چېرته د منځمهالې دورې په انتخاباتو کې چې په نومبر کې ترسره کېږي او جمهوري غوښتونکي په کې په کانګرس کې زیاتې څوکۍ خپلوي نو دا ډول راپورونه به پسې زیات شي.

هیل:

بلې امریکایۍ خپرونې هیل بیا په افغانستان کې د ښځو د حقونو په تړاو یو مطلب خپور کړی دی.

د دې مقالې په یوه برخه کې راغلې دي چې په تېرو شلو کلونو کې چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې وو، د افغان ښځو د حقونو د ترلاسه کېدو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه وشول، خو په اصل کې د افغانستان لپاره د واشنګټن ماموریت دا نه و چې نارینه او ښځې دې سره مساوي حقوق پيدا کړي، البته د متحد ایالتونو یو مهم هدف همدا و چې افغان ښځې خپل حقونه ترلاسه کړي.

ورځپاڼه بیا لیکي، د طالبانو له امله افغانستان نن د ښځو لپاره په داسې ځای بدل شوی دی چې تر بل هرځای په کې ښځو ته ډېر ګواښ متوجه دی.

هیل بیا لیکي، په داسې حال کې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به د ښځو د حقونو درناوی کوي، خو اوس چې ورته ګورو د طالبانو په واکمنۍ کې افغان ښځې په ټولنه کې له فعالیته بې برخې شوې دي او له افغانستانه د نږدې یوه کال په موده کې چې امریکایي ځواکونه وتلي دي افغان مېرمنې او نجونې په سیاسي او اجتماعي ډګرونو کې ځپل شوې دي.

خپرونه بیا لیکي، امریکا هم منابع لري هم نفوذ نو دا یې مسوولیت دی چې تر پولو ورها خوا د افغان مېرمنو غم وخوري.

هیل ورځپاڼه وړاندې څرګندوني چې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو د خوندیتوب مسئله بیا بیا د متحد ایالتونو د ۲۴ ښځینه سناتورانو له لورې راپورته شوې ده، خو کومې ژمنې چې متحدایالتونو د افغان نجونو او مېرمنو د حقونو د حفاظت په برخه کې کړې دي، تر دې دمه عملي شوې نه دي.

XS
SM
MD
LG