د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۵

امریکا د افغانانو لپاره د بشر دوستانه لنډمهاله ویزو پروګرام بندوي


ارشیف: له کابله امریکا ته د افغانانو د لېږد د بهیر یو انځور
ارشیف: له کابله امریکا ته د افغانانو د لېږد د بهیر یو انځور

د امریکا حکومت وایي، هغه پروګرام بندوي چې له مخې افغانان کولای شي د بشر دوستانه لنډمهاله ویزو له لارې دغه هېواد ته ولاړ شي.

سپینه ماڼۍ وایي، له دې وروسته به د افغانانو پر مخ هغه بشردوستانه ویزې بندې شي چې له مخې یې افغانان کولای شي په موقت ډول دغه هېواد دننه شي.

د متحدو ایالاتو د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر چې د سپټمبر په لومړۍ نېټه په یوه خبري ناستې کې خبرې کولې ټینګار یې وکړ چې امریکا به د دې بشر دوستانه ویزو د نوي ماډل له مخې دا کسان به په درېیم هېواد کې له پاتې کېدو پرته او مستقیم امریکا ته ځي.

د متحدو ایالاتو د سپینې ماڼۍ ویانده کرین ژان پییر
د متحدو ایالاتو د سپینې ماڼۍ ویانده کرین ژان پییر

هغې وویل: "زموږ د افغان متحدينو د راوستلو د هڅو د يوې برخې په توګه، موږ يوه نوې هڅه پيلوو چې له مخې به يې افغانان پرته له دې چې په موقته توګه د امريکا کوم پڼډغالي ته ستانه شي د کډوالۍ سازمانونو په مرسته به په مستقيم ډول د مېشتېدو سيمو ته ځي."

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له افغانستانه امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانانو له ویستلو راهیسې، څه باندې ۸۶ زره افغانان امریکا ته رسېدلي دي چې نږدې ټول د بشردوستانه موقتي ویزې یا parol پروسې له لارې دغه هېواد ته رسېدلي او دوی ته اجازه ورکول کېږي چې یوازې دوه کاله په دغه هېواد کې پاتې شي.

ډېری دغه کسان لا هم د امریکا په بېلابېلو ایالتونو په کمپونو کې ژوند تېروي.

یو شمېر هغه افغانان چې په خبره یې کلونه یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی، او لا هم په دې هېواد کې پاتې دي ،اندېښمن دي چې د امریکا دې پرېکړې سره به یې له افغانستانه چټک ایستل لا ستونزمن شي.

له ډلې یو د امریکانو یو افغان همکاري نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې نوم خپور شي ازادي راډیو سره یې خبرو کې له امریکا وغوښتل چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او دوی ژر تر ژره انتقال کړي.

هغه وویل: "له بده مرغه هغو کسانو چې امریکا سره همکاري درلودله لا هم افغانستان کې پاتې دي. موږ له زیاتې اندېښنو سره مخ یو، خو دا پروسه هم ډېر وخت نیسي زموږ غوښتنه له امریکا دا ده چې دا پروسه دې چټکه کړي موږ چې له دوی سره همکاري درلوده له افغانستانه مو دې وباسي."

دا کس ادعا کوي چې له ګڼو امنیتي ګواښونو، د بې کارۍ له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ او خفاء کې ژوند کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي: "موږ پوهېږو چې زموږ ډېر متحدین او افغانان په هېواد کې تر ګواښ لاندې دي."

خو هغې زیاته کړې چې د دې نوي پروګرام له مخې، افغانان باید په متحده ایالاتو کې د کورنۍ نږدې غړي ولري، په افغانستان کې یې د متحده ایالاتو د حکومت لپاره کار کړی وي، یا د ډېرو زیان منونکو غوښتونکو په توګه پېژندل شوي وي.

د یادونې وړ ده چې امریکا د SIV یا د افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزې هم ورکوي چې د دې ویزو لرونکي افغانان په دایمي توګه په امریکا کې د مېشتېدو دایمي فرصت لري او په سلګونه افغان همکاران یې د همدې ویزو له لارې هم امریکا ته انتقال کړي دي.

XS
SM
MD
LG