د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره کارکوونکي افغانان خپل خوندیتوب ته اندېښمن دي


ارشیف، له بهرنیو ځواکونو سره یو شمېر افغان ژباړونکي په کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال
ارشیف، له بهرنیو ځواکونو سره یو شمېر افغان ژباړونکي په کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال

د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یو شمېر هغه افغانان چې له دوی سره‌یې کلونه کار کړی د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

یو شمېر دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، امریکا باید د دوی د مهاجرت چارې ژر تر ژره بشپړې کړي.

له دې ډلې راضیه له تېرو اتو کلونو راهیسې په کابل کې د امریکا په سفارت کې کار کوي. نوموړې اندېښنه لري چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وورسته‌یې خپل او د کورنۍ ژوند خوندي نه‌دی.

راضیه وايي: "شااوخوا ۱۰ کاله کېږي چې زه دلته کار کوم، زه چې هر ورځ له کور راوځم او دفتر ته راځم ځان خوندي نه‌احساسوم، موږ له دوی سره کار کړی له دوی یوازې دومره غواړو چې موږ دې هم له ځان سره بوځي، د دې لپاره چې دلته زه او زما کورنۍ په خطر کې ده."

په کابل کې د امریکا سفارت بل افغان کارکوونکی رحمت‌الحق هم ورته اندېښنه لري. دی وايي، له شااوخوا ۱۱ کلونو راهیسې له امریکايانو سره په نظامي او غیر نظامي برخو کې کار کوي.

په کابل کې د امریکا سفارت
په کابل کې د امریکا سفارت

رحمت‌الحق زیاتوي: "زه ډېر په اندېښنه کې یم او کورنۍ مې هم راسره زما د خونديتوب په اړه اندېښنه لري، ټول راباندې پوهېږي چې زه دلته د امریکا په سفارت کې کار کوم، زه سخته اندېښنه لرم چې که امریکایان لاړ شي موږ دلته خوندي نه‌یو او اوس هم ګواښل کېږو."

په ورته وخت کې د کډوالو لپاره په امریکا کې د مرستې رسونې نړۍوالې پروژې (IRAP) چې مرکز يې نيويارک کې دی په خپل یو تازه راپور کې د امریکا حکومت ته د هغو افغانانو د کډوالۍ په اړه ځیني سپارښتنې کړي چې له امريکايي ځواکونو سره‌يې کار کړی دی.

دغه راپور چې تېره ورځ خپور شوی په‌کې د امریکا له حکومت غوښتل شوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته باید یو شمېر کړنلارې د افغان کډوالو لپاره ژر تر ژره تطبیق شي.

په دې راپور کې ویل شوي هغه افغانان چې له خطر سره مخ دي بايد مستقيم امريکايي اډو ته يا هم امريکا ته انتقال شي.

ارشیف، له بهرنیو ځواکونو سره یو شمېر افغان ژباړونکي په کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال "زه د ترورېزم یو قرباني یم"
ارشیف، له بهرنیو ځواکونو سره یو شمېر افغان ژباړونکي په کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال "زه د ترورېزم یو قرباني یم"

د راپور په حواله ویل شوي چې د امریکا ترڅنګ متحدین‌يې د افغانانو د خوندیتوب لپاره باید ډیپلوماتیکې هڅې وکړي.

دغه راپور کې په درېیم ګام کې دا وړاندیز شوی چې امریکا باید د افغان مهاجرو لپاره په دننه امریکا کې او له دې هېواد بهر د ویزو او ورته نورو تګلارو د ژر بشپړېدو لپاره جدي اقدام وکړي.

په څلورم پړاو کې دغې پروژې د خپل راپور په ترڅ کې وړانديز کړی چې امریکا دې هغو افغانانو ته چې له دوی سره‌یې کار کړی، د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) چارې ژر تر ژره بشپړې کړي او په وروستۍ برخه کې (IRAP) له امریکا غوښتنه کړې چې د ډېرو افغانانو د کډوالۍ لپاره دې دغه هېواد ته زمینه برابر کړي.

دغه پروژه له تېرې یوې لسیزې راپدېخوا د کډوالو د حقونو، د کډوالۍ او هغه کسانو چې امریکا ته د پناه غوښتنه کوي د امریکا د قانون له مخې یې د چارو د تنظیم په برخه کې کار کوي.

دا راپور او اندېښنې په داسې حال کې دي چې هلته په بروکسل کې د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیر تېره اوونۍ د افغانانو دې اندېښنو ته ځواب ووایه.

(ښی-کیڼ) د امریکا دفاع وزیر لوید استین، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په بروکسل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال.
(ښی-کیڼ) د امریکا دفاع وزیر لوید استین، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په بروکسل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل: "موږ ژمن یو، هغو کسانو چې له موږ سره په نظامي او ډيپلوماتیکو برخو کې کار کړی دی، ممکن تاسو په جریان کې واوسئ چې موږ د دې چارې د ترسره کولو لپاره د «SIV» په نوم یو پروګرام لرو او هغه کسان چې په دې برخه کې واجب‌الشرایط وي موږ په روښانه ډول دې کار ته ژمن یو."

د کډوالۍ ځانګړې ویزه (SIV) د امریکا له‌خوا په ۲۰۰۶ کال کې د هغه کسانو لپاره پیل شوه چې په افغانستان او عراق کې یې د امریکایانو سره په نظامي او ډيپلوماتیکو برخو کې کار کړی و.

د راپورنو له مخې د ۲۰۰۱ کال راهیسې ډېرو افغانانو له امریکایانو سره په بېلابېلو برخو کې کار کړی او اکثره‌یې د همدې پروګرام له لارې امریکا ته تللي، خو د راضيې په څېر چې ځیني پاتې دي په ياد پروګرام کې د شاملېدو غوښتنه کوي.

دغه اندېښې په داسې حال کې په زیاتیدو دي چې امریکا راتلونکو څلور ورځو کې له افغانستان نه د خپلو پوځیانو د وتلو لړۍ پیلوي او دغه بهير به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې پورې پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG