د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

د بریتانیا د نوې پرېکړې په اړه د افغان ژباړونکو اعتراض


کابل کې د افغان ژباړونکو اعتراض غونډه
کابل کې د افغان ژباړونکو اعتراض غونډه

نږدې ۲۰۰ هغه افغان ژباړونکو چې په افغانستان کې يې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی په کابل کې یوه اعتراضیه غونډه وکړه.

دوی د بریتانیا له هغه نوې پرېکړې راضي نه‌دي چې له مخې يې لسګونه نورو افغان ژباړونکو ته په هغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکول کېږي. دوی وايي چې د نوې پرېکړې شرایط نه‌شي پوره کولای.

د بریتانیا حکومت د نوې پرېکړې پر بنسټ اوس هغه افغانان هم کولای شي بریتانیا کې د مېشت کېدو غوښتنلیک وړاندې کړي چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ‌یې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ۱۸ میاشتې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی وي، خو وروسته‌یې استعفا کړې وي.

خو په کابل کې راټول شوي افغان ژباړونکي وايي نویو شرایطو ته په کتو دوی فکر کوي چې په دې برخه کې توپیري چلند کېږي ځکه د دغه ژباړونکو په وینا امنیتي ګواښونه ټولو ته یو ډول متوجې دي.

افغان ژباړونکي ادعا کوي چې د شرایطو سختول یوازې د دې لپاره دي چې یاد هېواد نه‌غواړي افغان ژباړونکو ته پناه ورکړي.

کابل کې د افغان ژباړونکو اعتراض غونډه
کابل کې د افغان ژباړونکو اعتراض غونډه

د دغه اعتراض کوونکو له ډلې يې دوه تنو چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله خپل نوم واخلي ازادي راډيو ته وویل: "ګواښ ټولو هغه کسانو ته یو ډول دی چې له بریتانویانو سره‌يې دنده اجرا کړې ده، هغه که په کابل کې دي او که په نورو ولایتونو کې، د دوی د نوې طرحې له مخې ۱۰۰ نورو افغانانو ته په بریتانیا کې د مېشت کېدو اجازه ورکوي، خو شرایط‌يې دومره سخت کړي دي چې ښايي ۱۰ کسان‌يې هم پوره نه‌شي کړای."

"زموږ غوښتنه دا ده نورو ژباړونکو ته چې نورو حکومتونو کوم حقوق ورکړي باید موږ ته هم راکړل شي، لکه امریکا یا هم جرمنیانو چې خپلو سیمه‌ییزو افغان کارکوونکو ته پوره پوره حقوق ورکړل، باید موږ هم له ورته حقونو برخه‌من شو، نوې کومه پرېکړه چې شوې ده په دې باید بیاځلي کتنه وشي او بدلونونه او نرمښت په‌کې راوستل شي."

دغه راټول شوي افغان ژباړونکي وايي په سختو امنیتي شرایطو کې يې له بریتانوي ځواکونو سره په ناامنه ولایتونو کې کار کړی چې اوس‌يې په افغانستان کې کورنۍ او ژوند له ګواښونو سره مخ دی.

زیات شمېرو يې خپل مخونه په ماسکونو پوښلي او داسې ښکاري چې د امنیتي ګواښونو له وېرې نه‌غواړي څېره‌يې ښکاره شي.

کابل کې د افغان ژباړونکو اعتراض غونډه
کابل کې د افغان ژباړونکو اعتراض غونډه

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا حکومت د روانې میلادي میاشتې په ۱۹مه اعلان وکړ چې لسګونه نورو افغان ژباړونکو ته په دې هېواد کې د مېشت کېدو اجازه ورکوي.

خو په کابل کې د بریتانیا سفارت د دغو ژباړونکو اعتراض ته په ځواب کې ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې، په افغانستان کې د بریتانیا په پوځي عملیاتو کې د دغو ژباړونکو د کارونو پر اهمیت له ټینګار سره لیکلي "پر شرایط برابر کارکوونکو ته له سخاوت ډکه بسته ورکړل شوې ده".

په پیغام کې وړاندې راغلي، د هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې پاتې کېږي دوه ځانګړنې په پام کې نیول شوې دي؛ ۱۸ میاشتنی معاش او د پنځه کلنې روزنیزې دورې لګښت.

د بریتانیا د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د نوې پرېکړې د اعلان پر مهال ټینګار کړی چې دروازې نه‌دي تړل شوي او د هر کس دوسیه به په ځانګړې توګه څېړل کېږي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون رئیس انجنیر هلمند هلمند ازادي راډيو ته وویل، د دوی د معلوماتو له مخې یاد ژباړونکي له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي او بریتانوي ځواکونه‌يې باید حقوق ورکړي.

ښاغلی هلمند زیاتوي: "زموږ دغه ورورڼه چې په افغانستان کې يې له بریتانیا یا امریکا سره کار کړی وي د دوی ژوند مهم دی او دوی نه‌شي کولای چې په افغانستان کې خپل ورځني کارونه پر مخ یوسي، دوی ته خطر متوجې دی، دوی وېره لري او دا وېره هم رښتینې ده، نو زموږ نظر دا دی چې اړوند هېوادونه باید دوی ته پام وکړي."

ولسي جرګه
ولسي جرګه

د ګاردين بریتانوي ورځپاڼې د راپور پر بنسټ اوس‌مهال په بریتانیا کې ۴۵۰ هغه افغان ژباړونکي چې په افغانستان کې يې له بریتانوي ځواکونو سره دندې ترسره کړي له خپلو کورنیو سره اوسېږي.

د راپورونو له مخې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې تر ۷،۰۰۰ ډېرو افغانانو په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو سره دندې ترسره کړي چې نږدې نیمایي یې ژباړونکي وو.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې امریکا، کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو د هغو ژباړونکو لپاره چې له دوی سره‌یې په افغانستان کې د جنګي مأموریت پر مهال کار کړی په خپلو هېوادونو کې د اوسېدو شرایط برابر کړي دي.

XS
SM
MD
LG