د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

افغانستان کې افغان ترجمانان د وېرې او اندېښنې په حال کې ژوند کوي


يو شمېر حقوقي او مدني ادارو چې په افغانستان کې يې ځواکونه درلودل، له افغانستانه د هغو افغان ترجمانانو او کارکوونکو د ايستلو هڅې کوي چې له دوی سره يې کار کاوه.

خو په افغانستان کې پاليسي جوړوونکي د دې بشري ځواک انتقال د هېواد په تاوان ګڼي او وايي، دغه وړ مغزي تېښته به طالباني او داعشي افکارو ته د خپرېدو زمينه برابروي.

خو ويل کېږي، د هغو ترجمانانو او افغان کارکوونکو چې له بهرنیو ځواکونو سره يې کار کړی، ژوند له خطر سره مخامخ دي.

طالبانو په سروبي ولسوالۍ کې د فرانسوي ځواکونو پخوانی ترجمان زین‌الله دوه ځلي تهديد کړی دی.

زين الله وايي، د نړيوالو ځواکونو هغه ترجمانان چې تر اوسه بهر ته په وتلو نه دي بریالي شوي، د وېرې او اندېښنې په حال کې ژوند کوي.

افغان ترجمان
افغان ترجمان

دی وايي، دا ځکه چې طالبان د افغانستان له ۴۰۷ ولسواليو څخه په سلو کې ۴۰ فيصده په خپل کنټرول کې لري.

بشير چې د فرانسوي ځواکونو يو بل ترجمان دی وايي: موږ له جدي خطر سره مخامخ يو.

زين الله او ۱۵۲ افغان ترجمانان او کارکوونکي چې د اشپز، موټر چلوونکي او ميخانيک په توګه يې له فرانسوي ځواکونو سره کار کاوه، په فرانسه کې مدافع وکيل لري.

په پاريس کې د دوی مدافع وکيله کارولين ديکروي وايي، اوسمهال د دغو کسانو درخواست په فرانسه کې رد شوی دی.

دې زیاته کړه، دوی هره ورځ دغو کسانو ته د متوجه تهديدونو په اړه معلومات تر لاسه کوي.

له بلې خوا د امریکا په کانګرس کې په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو سره ترجمانانو او افغان کارکوونکو ته د ويزو ورکولو په اړه هم هڅې روانې دي.

په همدې حال کې له دغو ترجمانانو او کارکوونکو څخه سلګونه کسان پر غير قانوني لارو له افغانستانه وتلي دي او د ايران، پاکستان او ترکيې پر لاره يې اروپا ته سفرونه کړي.

خو په افغانستان کې پاليسۍ جوړوونکي دې موضوع ته بل ډول ګوري.

ترجمانانو او افغان کارکوونکو ته د ويزو ورکولو په اړه هم هڅې روانې دي.

دوی وايي، دا سمه ده چې له بهرنیو ځواکونو سره ترجمانان او کار کوونکي له خطر سره مخامخ دي خو افغانستان هم دغو ځوانو متخصصنو ته اړتيا لري.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو د ادارې رئيس فرامرز تمنا وايي، پرته له شکه، افغانستان د ودانۍ لپاره خپلو اوسېدونکو ته اړتيا لري، که هر متخصص کس هيواد پريږدي، دا يوه انساني ضايعه ده چې افغانستان ته متوجه ده.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو د ادارې رئيس فرامرز تمنا
د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو د ادارې رئيس فرامرز تمنا

فرامرز تمنا په خبرو کې زیاته کړه:

"د لوستو کسانو هېواد پرېښودل هېڅ ډول د افغانستان د ملي ګټو سره سمون نه خوري. تر هغه وخته چې متخصصين بهرنیو هېوادونو ته د تګ لېوالتيا لري، طبيعي ده چې دا طالبانو او داعش د زياتېدو په معنی ده او هيله من يم چې هېڅ ځوان هېڅ کله له افغانستانه ونه وځي، بايد په دې هېواد کې ودرېږي او د وضعيت د تغير لپاره مبارزه وکړي. تېښته د حل لاره نه ده."

زین‌الله وايي، ده د سروبي ولسوالۍ د پوليسو ادارې ته مراجعه کړې ده او خپله ستونزه يې ورسره مطرح کړې ده، خو د سروبي د پوليسو قوماندان له ده بخښنه غوښتې او ویلي يې دي چې ستونزه يې درک کولای شي خو نه شي کولای په انفرادي توګه د خلکو امنيت ونيسي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو د دفتر رئيس فرامرز تمنا وايي، د ځوانانو غوښتنه پر ځای ده، باید ځانګړی امنيت يې ونيول شي او کاري فرصت ورته برابر شي.

د ښاغلي تمنا په خبره، د افغان حکومت هغه ستراتيژي چې د انساني ځواک د مدريت په برخه کې ده، داسې متخصصينو ته د کار زمينه برابروي خو د ده په وينا هغو ته چې باید لږ صبر وکړي.

ده وويل، افغان حکومت د ځوانانو لپاره نوې طرحې جوړوي.

XS
SM
MD
LG