د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

نیوریاک ټایمز: له افغانستان سره ماته شوې ژمنه


نیویارک ټایمز ورځپاڼې پخپله پرونۍ ګڼه کې د امریکايۍ سناتورې جېن شاهین له خوا لیکل شوی مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی، له افغانستان سره ماته شوې ژمنه.

مېرمن شاهین په ویتنام کې د امریکا جګړې ته د اشارې په ترڅ کې لیکي چې په تېرو دریو کلونو کې دې او د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جمهوري غوښتونکي جان مککین په افغانستان کې د تاریخ د تکرار د مخنیوي هڅه کوله.

سناتوره شاهین لیکي، له ۲۰۰۱ کال راهیسې امریکايي پوځیانو او ډیپلوماتانو پر زرګونو افغانانانو په تېره پر ترجمانانو اتکا کوله.

د نوموړې په وینا دا هغه زړور خلک دي چې له امریکايي چارواکو سره د مرستې لپاره یې خپل او د خپلو کورنیو ژوند په خطر کې واچاوه او هیله یې دا وه چې د امریکا له خوا هم توافق همدا دی چې دوی به ژغوري.

مېرمن شاهین په خپل مطلب کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت هغه پروګرام ته اشاره کوي چې دې ترجمانانو ته په امریکا کې د استوګنې امکان برابروي او لیکي، تر اوسه هم نژدې لس زره افغان ترجمانان د دې ویزو په تمه دي په داسې حال کې چې کانګرس د دې پروګرام د بندولو په درشل کې دی.

تېره اوونۍ د امریکا سنا د کانګرس د استازو د جرګې پر ګام ګام کېښود او د دفاعي لګښتونو هغه لایحه یې تصویب کړه چې د دې پروګرام بندول غواړي.

سناتوره شاهین لیکي د دې پروګرام د احیا چانس لاهم شته ځکه سنا به ډېر ژر د دې لایحې په اړه غور وکړي.

نوموړې لیکي چې د دې لایحې د مسودې د جوړولو د فرعي کمېټې د غړې په توګه به تر وسې وسې هڅه وکړي چې د ویزې دا پروګرام تمدید شي.

د UNHCR خپرونه:

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR پرون پر خپله ویبپاڼه په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه یو مطلب خپور کړې.

د UNHCR خپرونه د پاینده بي بي په نوم د یوې کډوالې له قوله لیکي چې وايي دا په پېښور کې حتی د خپلې ناروغۍ د علاج وس لري، نو ځکه بله لاره نه ده پاتې او باید خپل وطن ته ستنه شي.

۴۰ کلنې قدسیې چې له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې په پېښور کې اوسېږي ویلي چې غواړي افغانستان ته ستنه شي.

UNHCR وايي د پاکستان حکومت اوس مهال په ټینګ عزم هڅه کوي چې په پاکستان کې د دیره نږدې یو میلیون کډوالو ډیره برخه خپل هېواد ته ستانه کړي په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د یوازې شپیته زره ستنیدونکو افغانانو لپاره بودیجه بیله کړې ده.

مطلب زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي Filippo Grandi پرون په پېښور کې د UNHCR په دفتر کې له یو شمېر افغان کډوالو سره چې هر یو د څو لسیزو لپاره په پاکستان کې اوسېدلی وکتل.

افغان کډوالو له ګراندي سره په کتنه کې د خپلې هغې وېرې په اړه خبرې وکړې چې دوی یې په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوځیانو له نښتې وروسته احساسوي.

ښاغلي ګراندي د افغان کډوالو په اړه د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، افغان کډوال تروریستان نه دي.

XS
SM
MD
LG