د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

د افغان ترجمانانو د برخلیک په اړه د وال سټریټ ژورنال تبصره


وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه:

وال سټریټ ژورنال بیا د افغانستان په اړه په لیکنه کې پوښتنه کړې چې د هغو افغانانو وېزې څه شوې چې له امریکایانو سره یې مرسته کړې وه؟

په وروستیو کې په ځلونو د هغو افغان ترجمانانو په اړه لیکنې خپرې شوي چې له امریکايي یا د ناټو د نورو غړیو هېوادونو له پوځیانو سره یې په افغانستان کې کار کړی او اوس چې د دغو هېوادونو پوځیان له افغانستانه وتلي، دا ترجمانان غواړي چې د ناټو په غړیو هېوادونو کې پناه ورکړای شي.

خو د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د دې مطلب هدف یوازې ترجمانان نه دي بلکې هغه افغانان هم دي چې د افغانستان په ناکرارو سیمو کې یې له امریکايي پوځیانو سره په یو نه یو ډول مرسته کړی دی.

ورځپاڼه وايي، په زرګونو دا ډول افغانان اوس په افغانستان کې د یاغیانو له لوري تر تعقیب لاندې دي او ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.

وال سټریټ ژورنال وايي چې شاوخوا ۱۰ زره افغانانو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د خدمت په موده کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی.

د هغو افغانانو لپاره چې افغانستان کې یې سر په دې خاطر له خطر سره مخامخ دی چې له امریکايي پوځیانو سره یې کار کړی، د افغان ځانګړي مهاجرت د وېزې پروګرام جوړ شو. دا پروګرام د امریکا په کانګریس کې د دواړو جرګو له ملاتړه برخمن دی.

وال سټریټ ژورنال وايي چې سږ کال کانګریس د دغه پروګرام پر اساس افغانانو ته د وېزې د ورکړې اجازه ورکړې او کوم جنجال په‎کې نه دی پیدا شوی.

فارن پالیسي خپرونه:

فارن پالیسي خپرونې د افغانستان پر ستونزو په تېره بیا په دغه هېواد کې د فساد، خراب امنیتي او بشري وضعیت په اړه لیکنه خپره کړې.

د دې لیکنې په لومړیو کرښو کې د نړیوال سره صلیب له قوله ویل شوي چې افغانستان اوس په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو له بد بشري بحران سره مخامخ دی.

فارن پالیسي وايي، دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش په وینا د امریکا متحدو ایالتونو له ۲۰۰۲ څخه تر اوسه پورې د افغانستان د بیارغونې او د افغانانو د وضعیت د ښه کولو لپاره شاوخوا ۱۱۵ میلیارد ډالره دې هېواد ته ځانګړي کړي دي.

خپرونه په عین حال کې د خاص سرمفتش له قوله وايي چې امریکا د لنډمهالو امنیتي هدفونو په خاطر له فساد سره مبارزې ته زیات پام ونه‎کړ او د افغانستان اقتصاد ته ډېرې پیسې بې له دې چې سمه څارنه پرې وکړي، تزریق کړې چې دې کار فساد په حیرانوونکي ډول زیات کړ او ورسره په یو وخت یې د افغانستان د حکومت او د امریکا د هلوځلو مشروعیت زیانمن کړ.

XS
SM
MD
LG