د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

بخښنې نړيوال سازمان: د ناروې پارلمان افغانان له وحشتناکې جګړې ونه ژغورل


د بخښنې نړيوال سازمان په خپل نوي راپور کې ليکلي چې د ناروې پارلمان ونه توانېد افغانان له وحشتناکې جګړې څخه وژغوري.

د ناروې له پارلمان څخه په يوه وړانديز کې غوښتل شوي وو چې په موقت ډول دې افغانستان ته د پناه غوښتونکو د بېرته لېږل کېدو مخه ونيول شي.

خو پارلمان پرون دا وړانديز رد کړ.

د بخښنې نړیوال سازمان د ناروې دا پرېکړه په دې هېواد کې د افغان پناه غوښتونکو لپاره بد خبر بللی دی.

په دې راپور کې راغلي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې تر يو لک زیاتو کسانو د ناروې له حکومته د بخښنې نړيوال سازمان درخواست لاسليک کړی دی.

د بخښنې نړيوال سازمان د ناروې له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د یوې اندازې امنيت او ثبات تر راتګه پوري دي دا پناه غوښتونکي بيرته افغانستان ته نه لېږي.

د افغان حکومت او اروپايي اتحاديې تر منځ د ۲۰۱۶م کال د موافقې له مخې، هغه پناه غوښتونکي به بېرته افغانستان ته ولېږل شي چې د پناه غوښتنه يې رد شوي وي.

ټايمز:

لندن ميشتې ټايمز ورځپاڼې د هغو افغان ترجمانانو په اړه مقاله خپره کړې ده چې له بریتانوي ځواکونو سره يې په افغانستان کې کار کړی.

مقاله لیکي چې په افغانستان کې له بریتانوي ځواکونو سره کارکوونکي ترجمانان اړ وو چې خپل هويت د امنیت له خاطره پټ کړي.

مقاله وايي چې دغو ترجمانانو تمه درلوده، کله چې يې وظيفه پای ته ورسېږي، ورته به خوندیتوب ورکړل شي، د دوی د قربانيو په بدل کې به ورته په بریتانيه کې پناه ورکړل شي.

خو د مقالې په وينا، له دغو کسانو سره داسي چلند کېږي لکه دوی چې کوم شرم يا عيب وي.

مقاله لیکي: هغه سړي ته چې په افغانستان کې يې له بریتانوي ځواکونو سره تر ټولو زیات وخت کار کړی، بریتانيې ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

مقاله لیکي، هغوی چې بریتانيې ته په رسېدلو کې بريالي شوي دي، بيرته افغانستان ته د لېږل کېدو له خطر سره مخامخ دي.

د مقالې په وينا، بریتانیا يوازي هغو کسانو ته پناه ورکوي چې په هلمند ولايت کې يې د جګړې په لومړۍ کرښه دوامداره کار کړی وي يا په

۲۰۱۲مېلادي کال کې له دندې ګوښه شوي او بیرته د بریتانيې د حکومت له خوا استخدام شوي او لږ تر لږه دوولس مياشتې يې دوامداره کار کړی وي.

مقاله لیکي چې طالبان دغه کسانو ته د جاسوسانو په سترګه ګوري خو د بریتانيې حکومت مکلفيت لري چې د هغو کسانو ژوند وژغوري چې خپل ژوند يې د دې هېواد د پوځ لپاره په خطر کې اچولی وو.

XS
SM
MD
LG