د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

سکاټ مېلر: زموږ وتل پيل شوي، ټولې اډې او خپل ځیني تجهیزات افغان ځواکونو ته سپارو


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وایي، له دې هېواده د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو بهیر پیل شوی او هغه به په منظم ډول پر مخ یووړل شي.

جنرال سکاټ مېلر دغه څرګندونې پرون یکشنبه په کابل کې د افغان خبریالانو یوې ډلې ته وکړې او ویې‌ویل، که څه هم د مې له لومړۍ نېټې به له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیر رسماً پیلېږي، خو په محلي کچه د دغه بهیر لپاه تیاری پیل شوی دی.

ښاغلي مېلر دغه‌راز وویل، ټولې هغه اډې به افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري چې دوی ترې وځي او هم به ځیني تجهیزات دغو ځواکونو ته وسپاري.

جنرال مېلر زیاته کړه: "یو خاص تجهیزات دي چې موږ یې باید بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږدوو. دا یو شرط دی، خو د امکان تر حده چې موږ مجبور ونه‌اوسو، غواړو دا مسئله یقیني کړو چې افغان امنیتي ځواکونه اډې، ځیني تجهیزات، هغه چې د اردو د فعالیت لپاره اړین دي، ترلاسه کړي."

جنرال سکاټ مېلر دغه څرګندونې نږدې دوه اوونۍ وروسته له هغې کوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې ټول امریکایي ځواکونه به د روان م کال د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن
د امریکا جمهور رئیس جو بایډن

د مې لومړۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د دوحې په تړون کې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل شوې وه، هغه تړون چې د نه‌عملي کېدو په صورت کې یې طالبانو پر امریکایي او نورو نړیوالو ځواکونو د حملو د بیا پیلېدو خبرداری ورکړی، خو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر خبرداری ورکړ چې دا به یوه تېروتنه وي چې که له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو په بهیر کې پر دغو ځواکونو برید وشي.

دی وايي: "موږ پوځي امکانات لرو چې پر ائتلافي ځواکونو هر ډول بریدونو ته په کلکه ځواب ووایو او پوځي امکانات لرو چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو. پر دې لور حرکت به یوه تېروتنه وي."

که څه هم طالبانو د دوحې له تړون وروسته پر امریکایي او ناټو ځواکونو له حملو ډډه کړې، خو د بایډن د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې د دې ډلې د ویاندویانو څرګندونو ته په پام د دې خبرې یقیني کول ګران دي چې طالبان به په دې پاتې څه باندې پنځو میاشتو موده کې پر امریکایي او ناټو ځواکونو برید ونه‌کړي.

د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه. February 29, 2020
د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه. February 29, 2020

د روېټرز په وینا د امنیتي چارو یو شمېر کتونکي دې ته د شک په سترګه ګوري چې طالبان دې چې هره ورځ له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړو کې ښکېل دي، امریکایي ځواکونه پرېږدي چې په سوله‌ییز ډول له دې هېواده ووځي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر دغه‌راز وویل، کله چې ده د طالبانو د سیاسي کمېسیون له غړو سره د خبرو فرصت درلود، نو هغوی ته‌یې واضح دا خبره کړې چې له تاوتریخوالي دې لاس واخلي.

مېلر زیاته کړه، طالبانو ته‌یې دا هم ویلي چې که غواړي پوځي پرېکړو ته عملي بڼه ورکړي، نو دا به د افغانستان او د دې هېواد د خلکو لپاره یوه غمیزه وي.

XS
SM
MD
LG